ستوری په لمن کی
که زماستوری زماپر قبرباندی راغلی -------دعاکړه په پښتوژبه پری مین یم

                                                      بسم الله الرحمن الرحیم o

هغه اووه ډلی خلک چی دالله (ج) دعرش دسیوری لاندی به وی

دقیامت په ورځ چی دالله (ج)دعرش له سیوری نه علاوه به بل سیوری وجودنلری الله (ج) به اووه ډلوخلکوته دخپل عرش دسیوری لاندی ځای ورکړی .

1  . عادل امام (پاچا)

2  . ځوان عبادت کونکی (هغه ځوان چی دځوانی پرمهال دالله(ج)عبادت ته زیاته توجه کوی) هیرمونه وی چی الله (ج) دهرچاعبادت خوښوی مگر الله تعالی دځوان مومن عبادت زیات خوښوی .

3  . هغه څوک چی دلمانځه دوقتونوپه تلاش کی وی .

4  . هغه دوه کسان چی خاص دالله (ج) درضایت دحاصلولولپاره له یو بل سره دوستی کوی .

5  . هغه څوک چی په یوازیتوب سره الله تعالی یادکړی اودالله (ج)له ډاره وژاړی (چی داداخلاص یوه نښه ده) .

6  . هغه څوک چی په پټ ډول صدقه ورکوی .داسی چی خپله هم پوه نشی چی څومره مال یی صدقه کړی (په صدقه کی یی ریا نه وی ) .

7  . هغه څوک چی یوه ښځه ورڅخه دنامشروع اعمالو هیله وکړی اوهغه یی رد کړی اوورته ووایی چی زه دالله (ج) څخه ویریژم .

هوکی !

نوموړی صفتونه نه یوازی داچه دالله (ج) په نزد خاص اهمیت لری بلکه داجتماعی فسادونو څخه دنجات لاره هم ده .

یا الله !

په خپل فضل اوکرم سره ټولومسلمانانو ته داقدرت اوتوانایی ورکړی چی نومووړی صفتونه په زان کی عملی کړی . اومونږ ټولوته دعرش سیوری راپه نصیب کړی .

آمین

ستاسو ددعاوو په هیله

احمدفرهاد(سائل)   ۰۷۰۰۱۶۶۶۴۲ --۰۷۷۵۵۹۲۳۱۰

farhadsaial@gmail.com

farhadsaial@yahoo.com

 


موضوعات مرتبط: لسان پروگرام نویسی جاوا، خبرونه، شعرونه، عکسونه، لندی کیسی، طنزونه، موسقی، چاپی اسار، نومیالی
[ یکشنبه سوم مهر ۱۳۹۰ ] [ 17:42 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
رڼامومند
که په سر کې دې سودا وي د وژلو
که په زړه اوبه کوي د نفرت زړي
که مرام دی د ژوندون نابودول وي
که هدف دی د سرو وینو تویول وي
زه منکره یمه ستا له دی مذهبه
فاصله غواړمه ستا له جهالته
ته که مینه او خندا لیدلي نه شي
که په بم او په باروتو کې انسان ته
پیغامونه د خپل خدای رارسوې نن
که دې زړه کې میلمنه بلا د کرکي
که وطن مې تل ټپونه ستا په شا وړي
هره ساه وي بنده بنده په سلګو کې
ته چې ښځې که ماشوم که هر انسان ته
په ډالې کې سور کفن ورته ادا کړې
تاته کوم جنت چې هلته منل شوي
تا ګټلي دا جنت وایه په څه دی
دا انعام د ژوندانه د ختمیدو دي؟
دا د کوم مذهب دستور دی راته وایه؟
ځان وژنه، د ولس وژنه ګوره
ستا ژوندون به هله پیل شي چې بل وژنې؟
اې اغیار د هري ساه د بشریته
زه منکره یمه ستا له دی مذهبه
فاصله غواړمه ستا له جهالته
ای د وینو تویولو ستر جلاده
ته روږد شوی په څټلو د زخمو يي
ته په نوم د ناپوهي او په مذهب کي
پلورل شوي د غلیم د تماشو يي
په مذهب زما اسلام کې بې غیرته
تویول د وینو نشته په انسان کې
ځورول د خزنده هم لا حرام دي
دا مذهب کې چې اسلام ته ورته وایې
ماته مینه او صفا ده ډالي شوي
ماته سوله او ښکلا ده ښودل شوي
زه به اوښکې د بل چا ته ځوابګویه
زه به غواړمه بښنه زما ربه
تر عبده تر قیامته ملامته
خوته؟ خوته!
ته په بل مذهب لوی شوي یی خونخواره
نوم زما د مذهب مه اخله غداره
نن زما او ستا مذهب دی جلا شوی
زه منکره یمه ستا له دې مذهبه
فاصله غوامه ستا له جهالته



موضوعات مرتبط: شعرونه
[ شنبه چهاردهم مرداد ۱۳۹۱ ] [ 13:7 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

ژوندته اومـــيـــد مي شي پيـــــدا کلـــه چي تا وويــنم
واړه غــــمـــــــونــه شـــي پــرشــــا کلــــه چي تــا وويــنم

نه کتـــاب ګـــورم نه پــــوښــتـــــنه لـــه مـــلانــــه کــــوم
ليــدلي خـــوب مي شي رښــتيــا کلـــه چي تــا وويــنم

ځان مي وزيرغوندي محسوس کړم بس امرونه کـوم
کـــــــــړم پــه غــمـــازپســي بـــــلا کلــــه چي تــا وويــنم

درنـه خــپـــه چــي شـــم هـــرځــــل وايـــم پــخـلا به نشم
ګــرانه پــخــپــلـــه شــــم پـــخـــلا کــلــه چي تــا وويـنــم

اکثــردستــرګــولــه کــونــچـــونـــه درته غـــلى ګــــورم
ډاريـــــږم نـــه شــــمــه رســـــــــوا کلـــه چي تـــا وويـــنــم

نه چـي لــه غمـــه دي ګـــريوان ته پټي اوښکــي تــووم
خولـــه مي شــي ډکـــه لـــه خنـــدا کلــــه چي تـا وويــنـم

پدې خـــبــــره مــــي بـــاوروکـــــړه غـــــازي جـــــانـــانــــه
له خـــوشحـــالۍ نــه کـــړم ژړا کلــــه چي تـــــا ووينـــــم

تېــرځــل مي خــپلــه په ځـــان وکړو چي مي ونه ليدې
څـــوک به خـــبــر نه کـــړمــه بيـــا کلـــه چي تــا وويــنـــم

الـــهـــام: ډاډه وطـــن کي اوســـم راســــره چـــي اوســې
بيـــا رانه لاړنــه شـــې په غـــلا کلــــه چي تـــا وويـــنــــم




موضوعات مرتبط: شعرونه
[ شنبه چهاردهم مرداد ۱۳۹۱ ] [ 13:5 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
[ شنبه چهاردهم مرداد ۱۳۹۱ ] [ 13:0 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
http://elelectronic.persiangig.com/other/njavan.ir/kilisa-kharabe/1santstepanous-kilisa.jpg

توی این خرابه متروکه

تو که نیستی همه چی مشکوکه

بی تو حتی به خودم مضنونم

تا ابد زندونیم زندونم

خسته از عکسهای یادگاریم

حتی از عکس خودم فراریم

بیا این خرابه را شادش کن

دل غمگینم و آبادش کن

 

ای غم و شادی من

روح آبادی من

روز برگشتن تو

روز آزادی من

با تو از من دوره

 

وحشت و دلشوره

تو که نیستی خونه

خونمون ویرونه

 

ای غم و شادی من

روح آبادی من

روز برگشتن تو

روز آزادی من

با تو از من دوره

 

وحشت و دلشوره

تو که نیستی خونه

خونمون ویرونه

 

من که از دوری تو دل تنگم

دست خالی با دلم میجنگم

نمیذارم به کسی نگاه کنه

خودشو تو دل هر کی جا کنه

نمیخوام که بی تو عاشق باشه

واسه من آینه دق باشه

بخت خوابیده رو بیدارش کن

بیا این زندون و آبادش کن

 

ای غم و شادی من

روح آبادی من

روز برگشتن تو

روز آزادی من

با تو از من دوره

 

وحشت و دلشوره

تو که نیستی خونه

خونمون ویرونه

موضوعات مرتبط: شعرونه، عکسونه
[ شنبه چهاردهم مرداد ۱۳۹۱ ] [ 12:57 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

 

زما په اوښکو لمبيدلې اختر
دمسافر زړه درديدلې اختر
 

دارمانو ډيوه لا تته سوزي
سپيره قسمت نه قهريدلې اختر
****
زه يې داوښکوپه سلګولمانځم
د زړه په پټو تلوسو نمانځم
وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه
دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم
****
د اختر ورځی سهارونه نشته
هامازديګراو ماښامونه نشته
وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه
ها دزيارت ميله ځايونه نشته
****
اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې
زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې
کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه
تورماښامونه چې سبا ورک کړئ
****
شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري
ملالی هيلی مې نغمی نه لري
د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي
ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري
****
څوک دانګريز په پل قدم اخلي
څوک داسلام په نوم درهم اخلي
هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي
مالدار په غيږه کې صنم اخلي
****
غريبان هم ډير ارمانونه لري
الله هم وايي چې دوې زړونه لري
يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور
هر مسلمان دغه فرضونه لري
****
خو ای زما دوطن ښکلي خلکو
پښتو، غيرت کې نازولي خلکو
دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي
سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو
****
مونږه اسلام په نوم مذهب لرو
اختر برات ته يې عقيدت لرو
راځئ چې وګورولعلونه په کې
مونږه اخترکې ډير عزت لرو
****
مرور درومې دپخلا په لوري
مين ديدن غواړي ليلا دلوري
زه مسافره هم دغه لاره څارم
که اختر راشي داشناله لوري

  زرلښته حفيظ بشريار 


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ پنجشنبه هفدهم آذر ۱۳۹۰ ] [ 18:15 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

دنکریزو ګل په رنګ پوري هيران دی
بنګړیواله شور له کو مه ځايه راوړی
د لونګو خوشبوی تکه تکه ده
پتاسوکی هم هغه خوندونه نه شته
دا بی رنګه اوبی خونده خاموشی که ستا اختر دی
نو اختر دی مبارک شه
 
 له تورو شپو رانجه په پور اخلمه
په لاس نکريزی دماما له واده
شونډی به رنګ کړم د ګلاب له پاڼی
دا ځل راتلو ته د اختر جوړوم

لیږونکی مينه صا بر


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ پنجشنبه هفدهم آذر ۱۳۹۰ ] [ 18:10 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
    دا    دې    دنيا    څه    نعمتونه      چې     دې
افغانستانه      دا    په   تا    کې    وينم
          دا     دې   ګلانو      څه   عطرونه   چې    دې
افغانستانه    دا   په   تا   کې     وينم
          که   په    هر    ملک     کې    معدنونه   ګورې
           هيواده    تا       ترينه    کم        نه       بولمه
            که     زمرد    يا     مرجانونه      ګورې
          هيواده     تا     ترينه        کم     نه       بولمه
         
             چيرته   ياقوت  او     که  لعلونه  چې      دې
افغانستانه    دا     په  تا     کې     وينم
            دا    د    دنيا      څه   نعمتونه   چې       دې
  افغانستانه   دا    په   تا     کې     وينم
          
           هسکه        شمله         له              حمتونه ډکه
           له     ميروس    خان     څينې   يادګار  پاته    دی
            له     ميوندۍ         ملالې        هره          ټپه
            پيغلې     او     ځوان     لره   يادګار   پاته   دی
             ديرې     جرګې    او   ګدرونه     چې       دي 
افغانستانه   دا    په  تا   کې    وينم
            دا    دې    دنيا    څه    نعمتونه  چې       د  ې
 افغانستانه   دا    په  تا  کې   وينم
            له     پاچايي    د    بل      وطنه       څينې
           
            ترې ملنګي   د    وطن   ښه    ښکاريږي
            حفيظ   مليار    پکښې    خاپوړې     کړي
            دا   خاکروبي     د    وطن   ښه   ښکاريږي
            دا  د    سحر  ښکلي   بادونه    چې    دې 
  افغا نستانه     دا     په      تا کې    وينم
            دا  دې د نيا     څه     نعمتونه     چې   دې 
افغانستانه      دا     په     تا    کې    وينم  
                  ويانا      د   اتريش   ښار   ترې

 

  مليار   


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ یکشنبه هشتم آبان ۱۳۹۰ ] [ 10:2 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

يوه ورځ به دانړۍ دسولې کورشي
اوازه دانسانيت به په هرلور شي
مانديلا* به افريقی نه را پيدا شي
زمادسولې پلويانوسره ورورشي
طبعيت به دانسان دښکلا موروي
که دسولې هنګامه په نړۍ خپورشي
هيڅ تعبض به ځاې دسولې بدل نکړي
نه جنګونه به کوربه زمونږ دکور شي
زما ګران افغانستان کې به وي سوله
که الله درکې قبوله دعا دمورشي
يوشتم پيړۍ دسولې پيل نامه ده
که نړۍ کې انسانان دخدای په لورشي
د حفيظ د دعا لپه تشه مه شې
يوه ورځ به دانړۍ دسولې کورشي
 


کابل افغانستان

  زرلښته حفيظ بشريار  


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ یکشنبه یکم آبان ۱۳۹۰ ] [ 10:51 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

لاره دهیلو مو اوږده ښکاریږي
ډکه له اوښکو پیمانه ده ښکاریږي
عقل منطق او انسانیت تری درومي
څومره بی ننګه زمانه ښکاریږي
نښه دمینی او الفت ورکه ده
بس له مطلب سره چاره ښکاریږي
د ډالر قدر مو له ورور نه لوړ شو
څه بازاري غوندی کیسه ښکاريږي
ویالې د حرص په هری خوا بهیږي
د دنیا مینه مو میلمه ښکاريږي
هریو نیوکه پر یو بل کوو نن
څومره بدرنګه سلسله ښکاریږي
خدایه، سبا ته راته ښکلئ کړه بس
که نه بدرنګه زمونږ شپه ښکاریږي
رڼا لږ پام کوه چې خلاصی نه شي
د زړه په وینو ګذاره ښکاریږی

درڼا مومند له طرفه احمدفرهاد"سائل" ته دالی

  رڼا مومند   


موضوعات مرتبط: خبرونه، شعرونه
[ سه شنبه نوزدهم مهر ۱۳۹۰ ] [ 15:5 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

لاره دهیلو مو اوږده ښکاریږي
ډکه له اوښکو پیمانه ده ښکاریږي
عقل منطق او انسانیت تری درومي
څومره بی ننګه زمانه ښکاریږي
نښه دمینی او الفت ورکه ده
بس له مطلب سره چاره ښکاریږي
د ډالر قدر مو له ورور نه لوړ شو
څه بازاري غوندی کیسه ښکاريږي
ویالې د حرص په هری خوا بهیږي
د دنیا مینه مو میلمه ښکاريږي
هریو نیوکه پر یو بل کوو نن
څومره بدرنګه سلسله ښکاریږي
خدایه، سبا ته راته ښکلئ کړه بس
که نه بدرنګه زمونږ شپه ښکاریږي
رڼا لږ پام کوه چې خلاصی نه شي
د زړه په وینو ګذاره ښکاریږی

درڼا مومند له طرفه احمدفرهاد"سائل" ته دالی

  رڼا مومند   


موضوعات مرتبط: خبرونه، شعرونه
[ سه شنبه نوزدهم مهر ۱۳۹۰ ] [ 15:4 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

لاره دهیلو مو اوږده ښکاریږي
ډکه له اوښکو پیمانه ده ښکاریږي
عقل منطق او انسانیت تری درومي
څومره بی ننګه زمانه ښکاریږي
نښه دمینی او الفت ورکه ده
بس له مطلب سره چاره ښکاریږي
د ډالر قدر مو له ورور نه لوړ شو
څه بازاري غوندی کیسه ښکاريږي
ویالې د حرص په هری خوا بهیږي
د دنیا مینه مو میلمه ښکاريږي
هریو نیوکه پر یو بل کوو نن
څومره بدرنګه سلسله ښکاریږي
خدایه، سبا ته راته ښکلئ کړه بس
که نه بدرنګه زمونږ شپه ښکاریږي
رڼا لږ پام کوه چې خلاصی نه شي
د زړه په وینو ګذاره ښکاریږی

درڼا مومند له طرفه احمدفرهاد"سائل" ته دالی

  رڼا مومند   


موضوعات مرتبط: خبرونه، شعرونه
[ سه شنبه نوزدهم مهر ۱۳۹۰ ] [ 15:0 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه هجدهم مهر ۱۳۹۰ ] [ 10:39 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
دالا غوټی وه، غوړیدلی نه وه
چی یو نامرده، پی مرمی وویشته
دا تنکی هیله وه تنکی پاته شوه
دګل غوټی هسی غوټی مړاوی شوه
شاته یی پاته شوه غونډی غمونه
لویه غمیزه او پیټی غمونه

ژړل اسمان، د نوزاد غرونو ژړل
کلی کی ټولو ولسونو ژړل
ونو ژړله دیوالونو ژړل
تنکی شهید ته اسمانونه ژړل
ادی بابا خویندی په غم زنګیدل
ټول کلیوال په ستر ماتم زنګیدل

هغه تنکی تنکی ګلونه مړه شوه
هیلی شوی خاوری ارمانونه مړه شوه
تورشپه توره زمو پر کلی خوره
زما په ولس دا دقیامت توره شپه
زما پر کلی واویلا واویلا
دهر چا سترګو کی ژړاوه ژړا


مور به یی ویله دسبا زلمی دی
پلاریی خوبونه د ځوانی لیدله
ویل دابه زما د لاس عصا شی
نیکه یی سترګو کی سبا لوستله
خو تور توپک، می نیمه خوا می کړه ګلان
تورو باروتو پو پنا کړه ګلان

د ملایکو په خوږه غیږه کی
تنکی ماشوم په خواږه خوب ویده شو
جنت ور، پرانست وتنکی شهید ته
دا بی ګناه دغه کمکی شیهد ته
تورو لاسونو زموږ ژوند واخیسته
زما له ژوند ځنی یی خوند واخیسته

خاونده لاس دی غواړم لاس راکوه
یا بری راکړه، یا، دی، ژرورک کوه
زه عدالت او عدالت غواړمه
تنکی شیهد ته می جنت غواړمه
و خپلو ژوندیو ته عزت غواړمه
بس یو ساده غوندی حرمت غواړمه

د نوزادی غریب ژړا ختمه شوه
سترګو کی اوښکه لا پخوا ختمه شوه
هم یی ښیرا او هم یی دوعا ختمه شوه
په سر کی غم زړه کی سودا ختمه شوه
د چا په مرګ باندی به ژرو ژاړی
دا به ترکومه د کام غم و ګالی

 

  احمدجان نوزادی   


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه چهارم مهر ۱۳۹۰ ] [ 17:48 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

شوګيري دي ستا يادونه دي او زه يم
شپه كه ورځ ده ستا غمونه دي او زه يم

ستا وو حسن زما ځواني وه هغه ولاړه
ګردچاپيره ستا فكرونه دي او زه يم

غم دزړه دي چي په تا باندي مين سو
ستا كوڅې دي ستا كورونه دي او زه يم
 
ستا په يادكي چي تنها ځان سره ژاړم
تصوركي ستا خيالونه دي او زه يم

ته چي ولاړې زه ملنګ سوم ستا دكلي
يو پوپل دي ستا نازونه دي او زه يم

  میرویس پوپل   


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه چهارم مهر ۱۳۹۰ ] [ 17:46 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
زخمي زړگي ته مي دوا شه
غوصه دي پريږده په خندا شه
گودر ته ځم راپسي راشه
زه به منګي په لپو رو رو ډکومه

ورته د عمر انتـظار کړى
زړه سم  په لومو کى ايسار کړى
پرى د غمونو جوړ بازار کړى
چى مرور شى ځان به خوار کړى
معشوقي کله مرور پخلا کوينه

زړه ته مى ننويستى خپله
تا چى ويل ما به منله
په ژبه گونک شوم په پښو شله
پاس به گودر ولاړه گله
نصيب د چايي اوبه زه درخيژومه

زه به تر گوره درته کينم
چرته بي کوره درته کينم
د زړه  له  زوره درته کينم
يو کال به نوره درته کينم
زيارت خو نه يم چى جنډى به دې ساتمه   

هغه له زړه نه راته ګران دى
د   ستمونو  يي  باران  دى
زما ترى سر او مال قربان دى
په ما يي زر منه احسان دى
چى جانان ټول کلى پريږدى ما له راځينه

هغه راکړى زړه دى واخله
خواږه مى را تراخه دى واخله
غمونه غره درانه دى واخله
راشه ائينه رانجه دى واخله
نه دى يارى کړم ندى نښي ګرځومه

زما دا ستا او ستا زما دى
پدى  خبره  ټول  گواه  دى
دا څومره بدى سترگى ستا دى
سترگى دا ستا سترگى زما دى
ما تاته کله د يارى ويلى دينه

غم  دى زما په اوږو بار دى
زړه مى د چا سره ايسار دى
د  مسافرو  وران  بازار  دى
سبا مو بيا د کډو بار دى
په سر به پنډى چلوم په زړه غمونه

زما ناښاد زړگى به ښاد کړې
زاړه يادونه را په ياد کړې
بيا به بهار جلال اباد شې
افغانستان به خداى اباد کړى
په گاونډيانو به ميچن وچلومه

هيڅوک زما په شانتى مشه
د     غمازانو  زور  اوبه   شه
زور دې د خپل زړگې اوبه شه
په ما دى  وکړه په  تا وشه
په کور دى راشه بى بارانه سيلابونه

زړه خو مى غواړى چى تا هير کړم
په     ناکراره  رنځ  دى  ګير  کړم
غمونه  ټول   لاهو  په  نير  کړم
 يو کال به بل وطن کى تير کړم
چى ستا د حسن دوران تير شى رابه شمه

  صداقت غورځنګ   


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه چهارم مهر ۱۳۹۰ ] [ 17:46 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
د بلبلو د مرغيو شور او جنګ نه هم وېرېږم
د سرو شونډو سرو ګلونو او سور رنګ نه هم وېرېږم
هغه سر مې هغه زړه مې چې له تورو بې پروا و
اوس د پېغلې د مړوند د بنګړو شرنګ نه هم وېرېږم
چې جنت غوندې وطن کې د سور اور سره لوبېږي
زه رښتيا وايم ملګرو اوس پتنګ نه هم وېرېږم
د ظالم او د مظلوم فرق په کې نور کولای نه شم
اوس د خپلو او پردو خان او ملنګ نه هم وېرېږم
نه پوهېږم دې حالاتو په ما څه وکړل اټکه
چې د بنګو هم وېرېږم او لونګ نه هم وېرېږم
  کامه

  اجمل اټک يوسفزی   


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه چهارم مهر ۱۳۹۰ ] [ 17:45 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
د شپی راپا څم د سپږمی په مخ داغونه شما رم
 په سبایی کی می د خپل زړه پرها رونه شما رم

عمرونه تیرشول لامی صبر ترینه نه دی شوی
په تصورکی د شهید پلار جا ن کلونه شما رم

زما د مورپه شا نی ټولی ا رمان جنی ښکا ری
په هره لارکی چی د کونډوکتا رونه شما رم

 په خواروسترګوکی یی هره ګړی ځا ن وینمه
چی په کوڅوکی  یتیما ن ببر سرونه شما رم

 افغا نستا ن یم هر چاوکړل ګوزارونه په ما
په خپل بد ن کی می د توروپرها رونه شما رم

د ا زه نوریه به یی سنګر ته نظر ما تی شمه
په توروغروکښی د غا زیا نومرکزونه شما رم

شاعر : نوریه وهاب


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه چهاردهم شهریور ۱۳۹۰ ] [ 17:5 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
د شپی راپا څم د سپږمی په مخ داغونه شما رم
 په سبایی کی می د خپل زړه پرها رونه شما رم

عمرونه تیرشول لامی صبر ترینه نه دی شوی
په تصورکی د شهید پلار جا ن کلونه شما رم

زما د مورپه شا نی ټولی ا رمان جنی ښکا ری
په هره لارکی چی د کونډوکتا رونه شما رم

 په خواروسترګوکی یی هره ګړی ځا ن وینمه
چی په کوڅوکی  یتیما ن ببر سرونه شما رم

 افغا نستا ن یم هر چاوکړل ګوزارونه په ما
په خپل بد ن کی می د توروپرها رونه شما رم

د ا زه نوریه به یی سنګر ته نظر ما تی شمه
په توروغروکښی د غا زیا نومرکزونه شما رم

شاعر : نوریه وهاب


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه چهاردهم شهریور ۱۳۹۰ ] [ 17:4 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

بيا ئي دسر کو سترګو خمار ورځنې وړي
سره اور دهجران ئي ټول سينګار ورځني وړې
ژاړې پسرلي کې مطرب ناست دی ګوتې شماري
چا ورنه غزل او چا ستار ورځني وړې
څه غوټي غوټي اوښکې ئي بيا په مخ راوانې
بيا استبدادګرو ښکلې يار ورځنې وړي
روح د ملالۍ پيغلي په سرواورو تاويږي
ژاړې پښتانه پيغله چا هار ورځنې وړي
تل به وې (پښتون) په فريادو د خدای ج په درکې
چاورنه جانان وړې چا جار ورځنې وړي

 اديسه

  احمد پښتون   


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ دوشنبه دهم مرداد ۱۳۹۰ ] [ 8:49 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

د ارواښاد ځوانمرګ شهید خالد بارګامي په یاد کي  د هغه  دمحترم پلار  پوهنمل بارګامي ویرنه  .
ارواښاد شهیدبارګامي له نن څخه اته کاله وړاندي په همدې ورځ په مسکو کي خپل ژوند په یوه ټرافیکي پیښه کي دلاسه ورکړ نوموړی په  مسکوکي د پښتو د ادبي بهیر یو معاصر مخکښ بنسټ ایښونکی او دپښتو ژبي یو تاند شاعر او لیکوال و
         
چه می ستا د ښکلی مخ نــــــنداره وکړه
رانه پاتی نور د ښکلو نــــــــنداری شوی
چه په بله خوا دې مخ راځيــــــــنی واړاو
په ژړه ژړه می دواړه سترګي سری شوی
چــــه د خوا نه می روان په بله خوا شوي
نو په زړه می د ماتم خــــــښی اری شوي
چــــــــه ته تللی ما په سترګو کی ساتـــلی
ګرمي وني می رګونو کــــی سړی شوي
                   ۰۰۰۰
شولو غم دی په ما بار په څټو څټو
اوړم راوړم ستا له غمه په سکروټو
ړوند په سترګو دې شم تا چه ليدی نشم
څنګه ويــــنم دښمنان په غـــټو غــټـــو
ستانه ځار شم ليوني دې شوم له غــمه
اوس می ولی ماشومان په کاڼو ګټـــــو
                  ۰۰۰
ټوله ورځ می سترګی ستړی په ليدو شی
اخــــــــوا دخـــوا لـــــټـــــوم ته په نــــظر
شپی می هم لکه د ورځی همدا حال وی
لپی اوښکی تـــــــــويومه تـــــر ســــــحر
هيڅ په ځمکه او په کټ نــــه ارامـــيــږم
لکه پروت وي څوک د غنو په بســـــــتر
توفاني خيال می تنها يوازی خـــــــــــــال
وړي راوړي لکه څپــــــې د سمـــنـــــــدر
بــــی له تا می ژوند بی حده ډير تريخ شوی
خدايه ژر می کړی د خال په خوا وربــــــر
که می خال په غيږ کی راشی نو به جوړ شم
که نـــــــــــــه دې دنـــــــيانه ځم پسی بـــــهر
                                                        په درناوی


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ یکشنبه نهم مرداد ۱۳۹۰ ] [ 17:59 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
خلک اورپه لاس کی واخلی شی گلونه

                                      زه چی گل په لاس کی واخلم سری لمبی شی


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه بیست و چهارم اردیبهشت ۱۳۸۹ ] [ 11:49 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: شعرونه
[ یکشنبه بیست و سوم اسفند ۱۳۸۸ ] [ 19:46 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
زه به وركورم كه روزه وي كه اختركه برات زكه جي داتول شكولي زمادغزل توري دي
موضوعات مرتبط: شعرونه
[ شنبه دوم آبان ۱۳۸۸ ] [ 16:17 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: شعرونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 10:57 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 10:55 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

دكلو داميدونو سزا وارسوم ته را نه غلې
دوحشې نړۍپه غيږكي چي په دارسوم ته رانه غلې

لاترڅوبه يم تنهاپه دغه اوركي
چي ستي پرسره انګارسوم ته رانه غلې

ګرځوم به په سينه كي اوردميني
چي په ژوندكي ناقرارسوم ته رانه غلې

ستايادونويم په دې ژوند كي سېځلى
ستا په مينه كي اقرار سوم ته را نه غلې

اسويليوكي مي ستا فرياد ليكلى
چي رسوا پردغه لار سوم ته رانه غلې

ستادزلفوټال وژلى پرښكلا يم
له تيارې نه چي اظهار سوم ته رانه غلې

د[واكمل]گيله پيدا ستا پر وعدوسوه
چي كلونه انتظار سوم ته رانه غلې


    لښكرګاه


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:36 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده زموږ داميدو ډيوه
سوله ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړۍ بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون ده د بشر حقوق
سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله ده سمبوال دښځينه احساس
سوله دمعيوب دزړه ارمان غواړي
سوله د جنګونو اختتام نوم ده
سوله د يتيم د مخ خندا زيرۍ
سوله طبعيت ته دښکلا زيرۍ
سوله دقومونو اتحاد معنی
سوله مودکوځي پښتنخوازيرۍ
سوله هر مين ته د وفا زيرۍ
سوله د وړۍ مرغۍ هم هيله ده
سوله دژوندودن د تقاضازيرۍ
سوله مو دپيغلو د اوربل ګلاب
سوله مودځوان دژوند بقا زيرۍ
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تعبض بدلون غواړي
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله د حفيظ د ډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ(١) د ژوندشيبوارمان


دلته دځوانيمرګ ارمان څخه مطلب زما د شهيد وراره کوم چې په هالند کې د موټر په ټکر کې دڅلورو نورو افغاني ځوانانو سره يوځاې ددونيا نه سترګې پټي کړي ده


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:34 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده زموږ داميدو ډيوه
سوله ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړۍ بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون ده د بشر حقوق
سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله ده سمبوال دښځينه احساس
سوله دمعيوب دزړه ارمان غواړي
سوله د جنګونو اختتام نوم ده
سوله د يتيم د مخ خندا زيرۍ
سوله طبعيت ته دښکلا زيرۍ
سوله دقومونو اتحاد معنی
سوله مودکوځي پښتنخوازيرۍ
سوله هر مين ته د وفا زيرۍ
سوله د وړۍ مرغۍ هم هيله ده
سوله دژوندودن د تقاضازيرۍ
سوله مو دپيغلو د اوربل ګلاب
سوله مودځوان دژوند بقا زيرۍ
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تعبض بدلون غواړي
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله د حفيظ د ډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ(١) د ژوندشيبوارمان


دلته دځوانيمرګ ارمان څخه مطلب زما د شهيد وراره کوم چې په هالند کې د موټر په ټکر کې دڅلورو نورو افغاني ځوانانو سره يوځاې ددونيا نه سترګې پټي کړي ده


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:34 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
د غريــبې مـــور يـوه اوښــکه وم راتـــوی ســـوم
د انديــښــنو و د غـــمـــو ســــرې رالــوی ســــوم

که هسک په اسـمان کې په ســـتورو کــې ځلـــيږم
پورته و اســــمان ته د دې د دعـــا په روی ســـوم

خــــوا ته د مــقـــتــل ورســره ځــــم کــه ووايـــي
پرورش د دې زه د اســمـــاعـيل په خـــوی ســـوم

په خـولـــه يې اوبه کــړی د ګل غــوندې ســاتـلــم
خـوله خـوله وه دا چــې زه د مـــشکو بوی ســـوم

د حبــــش اوږه وي زمــا سـر نه وي داسې انځور
د کـعــبــې ريـزه ريـزه زه کـوکــۍ کوکــۍ ســـوم

ســهـار پر مــســله مـــې ولـــيدل خـدای و مــــور
قــــــربان تر دې منــظره زه لوګــی لوګــی ســوم

مـــــه پاڅــــېږه د شــــکر د ســــجدې څه سـميـــع
د خدای احسان دی پر ما مورې زه ستا زوی سوم


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:33 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]


 مونږه  د  خپل  وجود   قلا   کې  بې  تر  تیبه  خلک 
 مونږ   تل   د  مینې  نه  بې  برخې   بد  نصیبه   خلک

 چا ویل   چې  مونږ   یې  د  نظر  په  تول   پوره  وختو
   چا ویل   چې   مونږه  ته   هغه   وا  یې  محبوبه   خلک

  خدای  خبر  ولې  راته   بیا  هم  ډیر  معصومه  ښکاري
 هغه   حدود  نه   وتي  ستا  شان   بې  حدوده  خلک 

زمونږ  د  هر  احساس  وجود  کې  هتکړۍ   پرتې  دي
  مونږ   د  خوښیو   د  سندرو  نا محرومه  خلک 

  مونږ  د  ترخو  نه  هم   خواږه   جوړؤ  دا  به  منې  
ګنې   نو  تاسو  ته  څوک  واېی   خوش  اصلوبه   خلک 

 زمونږ   هنر   زمونږ   پیرزو  رنګونه   کله   راوړي 
  مونږه  د  دې  مکتب  درس   ګاه  کې   بې  مکتوبه   خلک

 زمونږ   د  پاره  منتخیبې  څو   نامې   نشته   دی 
  مونږ     د   خپل  ذات  په  دایره  کې  نا معلومه    خلک


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:31 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
پروا یی نه لرم برات وي که اختر تیریږي
زما ژوندون لکه دژمي ماذیګر تیریږي
پرون ناور له پیغلوډک ؤ کوچیان ټول دلته وو
نن یی کیږدۍ په اوښو باردي مساپر تیریږ ي
خالي یادو ته یی خوشاله یم چی مل مې وي تل
که نه جانان له ما نه پټ په بر ګودر تیریږي
ډ یرې روژ ې او اخترونه دلته ځي او را ځي
په خوار یتیم یی هر راتګ لکه محشر تیریږي
کډوال خو هسې ورځئ شماري په نامه یی ویاړي
دلته په فون مبارکۍ وي بی  خبر تیر یږي
مو نږ ته دجنګ دمخنیوي چل راښووائ نه شي
داور لمبئ زمونږ دکور کلي په سر تیریږي
زمونږ په کلي کئ غربیان اووهابیان جنګیږ ي
ټول دشخصي ګټو په لټه په هنر تیریږي
زما کابل په وینو سوردئ کاڼي بوټي ژاړي
خود په ژړا دخدمتګارغریب اختر تیریږي

 مزدوزوې
ناروې


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:13 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
.: Weblog Themes By Iran Skin :.

درباره وبلاگ

درنو دوستانو په دغه وبيلاګ کې تاسې د افغانستان ، او نورو نړيوالو خبرونو او پېښو په هکله بيلابيل سياسي،ټولنيز،کلتوري او نور مختلف مسائيل او موضوعات لوستلاي شئ،موږ تل ستاسو د ارزښتناکو ليکنو لار څارو.
(احمدفرهاد سائل)
امکانات وب