ستوری په لمن کی
که زماستوری زماپر قبرباندی راغلی -------دعاکړه په پښتوژبه پری مین یم

موضوعات مرتبط: عکسونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 10:58 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: شعرونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 10:57 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]


موضوعات مرتبط: عکسونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 10:56 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 10:55 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان لوی سفير د پيښور تورخم په  لار د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شو،چې د پاکستان پوځ د سرتېرو،پوليسو او خاصدارو د پرله پسې لټون سره سره يې لاهم څرک ندی لګيدلی.

د خبرونو له مخې په افغانستان کې د پاکستان لوی سفير ښاغلی طارق عزيزالدين هغه مهال د ديورنډ کرښې پورې غاړه په خيبر دره کې لا درکه شو چې غوښتل يې د ځمکې له لارې تورخم او بيا له هغه ځای څخه کابل ته ولاړ شي .

 

که څه هم داسې خبرونه خپاره شوي چې قبايلي طالبانو د يو شمېر قبايلي مشرانو له لارې د پاکستان حکومت ته ويلي چې عزيزالدين دوی برمته کړی،او طالبانو د يو مشهور قومندان ملا منصور په بدل کې چې څو ورځې مخکې د پاکستاني پوځيانو لخوا په بلوچستان کې تر يوې نښتې وروسته په ټپي حالت کې ونيول شو تبادله کړي،خو پاکستاني چارواکيو تر دې دمه په دې هکله څه ندي ويلي .

بلخوا د ډيورند پولې ته څېرمه په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان د اتومي ادارې دوه تنه چارواکي د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي،د رپوټونو له مخې دا کسان د پاکستان د اتومي انرژۍ د تخنيکي برخې کار کوونکي دي،چې تر اوسه يې چا د تښوتولو پړه پر غاړه نده منلې .

دا لومړی ځل ندی چې په پاکستان کې دغه راز تښتونې او ګواښنې کيږي،مخکې تر دې هم په وار وار دې ته ورته پېښې شوي ،د بېلګې په توګه د خبريالانو تښتول،د چينايي انجنيرانو يرغمل نيول ،د پوځيانو  او مليشه و تښتونه او داسې نورې ګڼې پيښې ...

خو دا وروستۍ پيښه تر هغو نورو يو څه توپير لري،او هغه هم دا چې دا ځل يو لوړ پوړی ديپلومات،او د اتومي ادارې کارکونکي تښتول شوي،چې پخپل وار له ډېر اهميت څخه برخمن دي،ځکه په وروستيو کلونو کې  د افغانستان او پاکستان اړيکې  تل نازکې پاتې شوي،نو د پاکستان د يو لوړ پوړي ديپلومات هغه هم په افغانستان کې د پاکستان د سفير تښتونه ډېره د پام وړ خبر ده .

دغه راز د اتومي ادارې کارکونکي هم ډېر مهم او حساس خلک دي،ځکه څه موده وړاندې لويديځو هېوادونو د پاکستان د اتومي بټيو په هکله انديښنه ښودلې وه او د هغوی په وينا دا ويره شته چې هغه به د ترهګرو لاس ته ولويږي،نو ښايي چې اوس دا انديښنه نوره هم زياته شي .

دا تښتونې په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د پاکستان د پارلماني ټاکنو وخت ته هم يواځې شاوخوا يوه اونۍ پاتې ده ،او تر څنګ يې د پاکستان له بيلابېلو برخو په تېره بيا په صوبه سرحد کې د تاوتريخوالي  د زياتوالي رپوټونه  هم ورکول کيږي .چې يواځې په همدې دوه درې ورځو کې په چارسده کې د نشينل عوامي ګوند د کمپاين پر مهال په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سوات کې شاوخوا څلويښت کسان له سپکو او درنو وسلو سره نيول شوي دي .

د شنونکو په أند که ښاغلی عزيزالدين په ريښتيا طالبانو نيولي وي ،نو  د پاکستاني چارواکيو دنده به لا ګرانه وي،ځکه  ځينو رپوټونو ويلي چې هغوی د نوموړي په بدل کې د ملا منصور دادالله د خوشې کولو غوښتنه کوي .او ملا منصور هم د طالبانو يو له لوړپوړيو چارواکيو څخه ګڼل کېده ،چې د پاکستان حکومت به له يوې ننګونې سره مخامخ کړي .

په دې وروستيو کې  داسې  ويل کيږي چې طالبانو د يرغمل نيولو خوږ خوند څکلی،مخکې يې څو څو ځله روغتيايي کارکوونکي،خبريالان او تر ټولو مهم د کوريا جمهوريت درويشت تنه وګړي،چې بيا دوه تنه يې ترې ووژل او نور يو ويشت تنه نور يې د ناڅرګندې معاملې په ترڅ کې خوشې کول د بيلګو په توګه يادېدلای شي .

تر هغه مخکې يو تن ايتالوي خبريال جياکومو چې له خپل افغان ملګري سره  په هلمند ولايت کې يرغمل نيول شوی و، له بند څخه د طالبانو د پنځو تنو لوړپوړيو چارواکيو په خوشې کولو سره وژغورل شو ،خو افغان ملګري يې خپل ژوند له لاسه ورکړ .خو دا ځل معلومه نده چې څه به ترسره شي .

د چارو د څيړونکيو  په أند په داسې حال کې چې پاکستان د خپلو راتلونکيو پارلماني ټاکنو په درشل کې دی،ښايي چې د مخالفينو لخوا  دا شان عملونو بيا هم تکرار شي او خپلو غوښتونو ته  د رسېدو په موخه به له هغو څخه ګټې  واخلي،چې پدې سره به نه يواځې پخپله لوړ پوړي پاکستاني چارواکي بلکې بهرنيان او د نړيوالو ټولنو کارکونکي هم په ډاډه زړه ،او پرته له بشپړو امنيتي تدابيرو تګ را تګ ته زړه ښه نه کړي .


موضوعات مرتبط: خبرونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 9:34 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
پدې وروستيو ورځو کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې يا يوناما د مشرتابه له پاره د نوي مشر د ټاکل کېدو خبرې ډېرې تودې دي،يو شمېر خبري رسنيو داسې خبرونه ورکړي چې د بريتانيا د ليبرال ديموکرات پخوانی مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانکړې ادارې د مشرۍ دندې په غاړه اخيستل منلي دي،داسې هم ويل کيږي چې مخکې ټاکل شوې چې ښاغلی اشډوان ته به په افغانستان کې د ناتو او د اروپايي ټولنې  د ملکي چارو واک هم ورکول شي،خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا ونه منل شو.

افغان دولت هم پخپل وار د ښاغلي اشډوان د نوې دندې په هکله انديښنه ښولې،او داسې هم ويل کيږي چې  هغه  ته ورکول کېدونکي صلاحيتونه د اوسني دولت له پاره د منلو وړ ندي، په دې اړه د ښاغلي کرزي د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو د نوي استازي د صلاحيتونو او واکونو په هکله دوي ته معلومات ورکړي،او ښايي له ځينو کسانو سره دا وېره هم وي چې د اوسني حکومت تر څنګ به  بل حکومت خپل واک چلوي .

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنين خبري رسنيو ته ويلي چې ښاغلي اشډوان ته درناوی لري،خو نوموړی د افغانستان له پاره تر ټولو غوره استازی ندی .طنين ويلي چې افغان حکومت  د ناتو اوسنی لوړ پوړی چارواکی او په دوه زره دوهم ميلادي کال کې د أيساف د ځواکنو مشر جان مکول ددې دندې له پاره غوره ګڼي .

 

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره يا يوناما د ښاغلي کرزي له حکومت سره يو ځای رامنځ ته شوه،چې په لمړي سر کې يې لخضر ابراهيمي مشر و،او کارونه يې هم ښه په درز سره روان و،او د افغان دولت تر څنګ يې په بيلابېلو برخو کې فعاليتونه درلودل،او د نړيوالو مرستو د راجلبولو او په سياسي او ټولنيزو چارو کې يې څرګند رول ولوباوه،خو بيا  د چارو يو شمېر پوهان د نوموړې ادارې  د وروستي مشر ټام کوينکس  او د هغه کار کړنې کمزورې ګڼي او وايي ټام کوينکس په خپلو چارو کې دومره لاس بری نه و لکه هغه  شان چې ورته   تمه  او اړتيا وه .

نو ښايي اوس مهال نړيوالو مرستندويه ټولنو په افغانستان کې د دغې ادارې د مشرتابه  له پاره د يو جدي کس د موجوديت اړتيا ليدلي وي،چې دغې دندې ته  د اشډاون نوم زيات اخيستل کيږي .

 

اشډاون چې له ٢٠٠٣ څخه تر ٢٠٠٥ ميلادي کلونو پورې په بوسنيا هرزګوينا کې د ملګرو ملتنو د ارادې  او اروپايي ټولنې مشر و ،په سخت او قاطع چلند مشهور دی،ځينې سرچينې خو هغه په خپلو چارو کې تر ډېره بريالی هم ګڼي،خو ښايي  په افغانستان کې  هغه  ته د زياتو صلاحيتونو ورکولو افغان  چارواکي په انديښنه کې اچولي وي،او په افغانستان کې د هغه دندې ته دومره زړه نه ښه کوي .

 

اشډوان چې د يو انګليس پوځي زوی دی،د تېرې پيړۍ په څلورمه لسيزه کې په هند کې چې هغه مهال د بريتانيا تر ولکې لاندې و  زيږېدلی،او پخپله  يې هم په پوځي برخه کې زده کړې کړې دي،او ښايي د نوموړی همدا مخينې  هم د افغانانو تر منځ ګونګسي را پورته کړي وي،ځکه زياتره افغانان د هغه وخت برتانوي پوځ په ښه نوم نه ياودي.بلخوا په افغانستان کې له وروستيو څو کلونو راهيسې د بريتانوي پوځيانو پر کړنو په وار وار نيوکې شوي،په تېره بيا په هلمند کې د کوکنارو د کرکيلې په مخنيوي کې د يوې غټې شمېرې بريتانوي پوځيانو  نه برياليتوب هم خپلې منفي اغيزې درلودلي دي .

د يو شمېر کسانو په أند اوس مهال چې د ښاغلی کرزي حکومت له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی ،ښايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې يا يوناما لپاره  د يو ځواکمن او او قاطع مشر موجوديت اوسني حکومت ته نوی ساه وروبښي او د نورو نړيوالو مرستو په را جلبولو او د هغو پر ځای لګولو کې ورسره مرسته وکړي،خو تر هغه حده هم نه  چې د افغانستان له پاره ستراتيژي او پلانونه جوړ کړي،بلکې د خپلو صلاحيتونو په چوکاټ کې د افغانانو د سوکالۍ په موخه  ورسره لاس اوږد  کړي .

 

وروستي خبرونه وايي چې اشډاون د يوه ليک په ترڅ کې د ملګرو ملتونو مشر بان کيمون ته ويلي چې افغانستان ته تللو ته تيار ندی،ځکه ددې د ندې د ترسره کولو تر څنګ د افغان دولت پراخې همکارۍ ته هم اړتيا ده چې  دا شان ملاتړ په  موثره توګه نه ليدل کيږي .

 

دا چې دغه دنده به اشډاون تر لاسه کړي او که کوم بل چارواکی،دا به د وخت په تېريدو سره روښانه شي .خو هغه څه چې مهم دي هغه د بېوزله افغانانو سره  د ريښتينو مرستو کول او پر ځای لګول دي،چې له ورسره  به  د خلکو مخ په زياتېدونکې  اوسنۍ ستونزې يو څه راکمې شي


موضوعات مرتبط: خبرونه
[ شنبه چهارم مهر ۱۳۸۸ ] [ 9:33 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
Khyber_1
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 16:12 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
kunar_21
موضوعات مرتبط: عکسونه
ادامه مطلب
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 16:11 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: عکسونه
ادامه مطلب
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 16:7 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

 

د نړۍ لس لوی بندرونه :

د نړۍ لس لوي بندرونه په دوو برخو يعنی د مالونويا کانتينرونو د ليږد راليږد اندازې له پلوه ويشل کيږي .د مالونو د وړلوراوړلو پروسږنې اندازې له مخې د شانګهاي بندر چې وړم کال څلور سوه او اويا مليون ټنو په ظرفيت مالونه پکې ليږدول راليږدول شوي ، لومړی ځای او ورپسې د سينګاپور بندر چې د څلور سوه او اوه څلويښت ټنو په ظرفيت مالونه پکې وړل راوړل شوي دوهم مقام ونيوه،چين د نين بو جو شان بندر ،لوتدام ،ګوانګ جو،تيان جين ،جنوبي لويس انان ،د چين هانکانګ او چينګ داو بندرونه له درېيم څخه تر لسم پوري لوي بندرونه وبلل شول . له دغو بندرونو نه وروسته د کوريا جمهوريت د پوشان بندر د وروستي لوي بندر د چينګ داو په پرتله يوازې پنځه مليونه ټنه کم شويدی.

د يادونې وړ خبره دا ده چې له دغو لسو لويو بندرونو څخه پنځه بندرونه چيني بندرونه وو او د مالونو د ليږدراليږد اندازې يې د همدې کال د عمومي اندازې په سلو کې دوه پنځوس اعشاريه درې برخه ونيوله.  که د کانتينرونو د ليږدولو اندازې له نظره د نړۍ لومړی لوی بندر د سينګاپور بندر دی چې څلورويشت مليون او اته لکه کانتينرونه پکې وړل راوړل شوي ،ورپسې د چين دهانکانګ ،شانګهاي او شن جن ،د کوريا جمهوريت د پوشان ،د چين د تايوان ګاو شيون ،د لوتدام ،دوبی،هامبورګ او لاس انجلس بندرونه له دوهم څخه تر لسم پوري وګڼل شول چې له دغو بندرونو څخه  په چين کې يوازی د هانکانګ او شانګهاي بندرونه وشميرل شول .

 

 انسان په خالص اکسيجن کې ژوند کولی شی ؟

 

 أن د تيرې پيړۍ په نيمايی کې عالمانو وموندله چې که ژوي خالص اکسيجن تنفس کړي،نو مسموم به شی. انسان هم همداسی دي. که انسان له خالص اکسيجن څخه په ډک چاپيريال کې چې د هوا فشار يې له نيمې برخې څخه زيات وی ،ژوند وکړي ،د ټولو سلولو يا حجرو لپاره به يې  مسمومي   حالت رامنځ ته کړي .  

په بله  وينا انسان په خالص اکسيجن کې يوازی څلورويشت ساعته پاتی کېدای  شي چې په پايله کې به د سږي ناروغۍ ورته  رامنځته شي  او په پاي کې د تنفس کمزورتيا له امله د مړينې لامل ګرځي .

 که انسان په هغه چاپيريال کې چې اکسيجن يې ډير غنی وی  واوسيږي،په څو دقيقو کې د ماغزي سلولونو د خرابوالي له امله ژر مړ کېږي .

 

 أيا ژوی په هنداره کې ځان پيژنی ؟

 يوې علمي څېړنې ښوولې  ده چې  د يو بيزو پر مخ د  بې هوښې په حالت کې   دوه درې سره رنګه داغونه ووهل شول ،چې تر   ويښېدو  وروسته هغه بيزو په هنداره کې خپل ځان وپيژانده او د داغونو په ليري کولو يې پيل وکړ.

د دغې ازموينې څخه څرګنده شوې چې يو شمېر بيزوګان په هنداره  کې ځان پيژني. خو نورو زياتو أزموينو دا ثابته کړې چې نور ژوي د بېلګې په توګه پيشو ،سپی ،پيل ،ځينې مرغان ،سمندري زرک  او نور شل ډولونه بيزوګان په ائينه کې  خپل ځانونه نه شی پيژندلی.که څه هم بيزو په ائينه کې ځان نشی پيژندلی ،خو هغه خدمتګار پيژني چې خوراک ورکوی او دده پنجره پاکوی .څيړنې ښوولې چې مرغان په هنداره کې ځانونه د خپلو ملګرو په توګه ګڼي.

 

 

 د مرغانو  پيژندونکو د شمېرنې له مخې اوس په ټوله  نړۍ کې اته زره ډوله مرغان شته او ددوی د  الوتنې لوړوالی ددوی د ليدو  له ځواک سره نژدی تړاو لری .

مرغان عمومأ له څلور سوه مترو څخه په ټيټه هوا کې الوزي او يوازی بازان او ګوربتان د درې زره مترو په لوړوالي الوزي . خو يو ډول مرغه چې د ألپ په غرنی سيمه کې ژوند کوي،له درې زره او پنځه سوه څخه تر څلور زره مترو پورې په لوړه هوا کې الوزي . يوازې زاڼې چې  د هيمالايا له غرونو څخه تيرېږي،د نهه زره مترو په جګه هوا کې په ازاده توګه الوزي ځکه چې د هيمالايا تر ټولو لوړه څوکه د سمندرله  سطحې څخه اته زره او اته سوه او دوه څلويښت متره لوړه ده .

 

په مريخ کې ستا د بدن وزن څو دی ؟

 د يو تن د بدن وزن د ځمکې د جاذبې قوې له خوا ټاکل کېږي.کله چې انسان يا يو شی پورته کوی نو ژر بيرته ځمکې ته لوېږي چې ځمکې ته د لوېدو لامل د ځمکې د جاذبې قوه ده .هرڅومره چې د يوه ستوري جاذبې قوه لوړېږي هومره ورسره د بدن وزن هم  درنديږي .

 مريخ   له ځمکې څخه يواځې  نيمه برخه کوچنی دی ،که په ځمکه کې  د بدن وزن سل پونډه وي ،نو په مريخ  کې به يوازې ديرش پونډه وزن ولري،په پلوتوکې اوه،په سپوږمۍ کی اوولس،په عطارد کې اته ديرش،په اورانوس کې نوي ،په زهره کې يو نوي، په کيوان کې يو سل او اوه ،په نپتون کې يو سل او څوارلس ، په مشتري کې دوه سوه او يو پنځوس او په لمر کې دوه زره اوه سوه او پنځه نوي پونډه وزن  ولري .


موضوعات مرتبط: جالب اوپه زره پوری معلومات
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 16:3 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
 

د دوه زره اتم کال د فبرورۍ اوومه نيټه د چينايانو له يو دوديز پسرلني اختر سره برابره وه ،دغه اختر د چينايانو له پاره په يو کال کې تر ټولو لوي او مهم اختر دی . د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې ددغه جشن يا اختر د لمانځلو له پاره  أن يوه اونۍ او تر هغه هم مخکې تياريانې نيول کيږي،دغه اختر پنځلس ورځې دوام لري ،چې بيلابيلې لمانځنې او دودونه پکې ترسره کيږي .ډېر لرغوني دودنه په اوسنۍ زمانه کې هم مروج دي .

د اختر په لومړۍ ورځ ټول چينايان نوې جامې اغوندي او يو بل ته مبارکي وايي،ښکلي او خوندور خواړه خوري او درنې ميلمستياوې جوړوي .د (جوزه)چې يو د منتو په شان يو ډول خاص خواړه دي هم حتمي ګڼل کيږي .

موږ چې بهرنيان يو ،نو که مو څوک پيږني او يا نه د نوي کال د مبارکۍ غږ را باندې کاوه ،چې دا ډېر راته په زړه پورې و . چا به ويل (ګونيان هاو)،ځينو به ويل (چونيجيې هاو) يو شمېر نور ويل (شين نيان کواي له)،چې موږ هم ورته ځوابونه ورکول ،او هغوی ته هم په زړه پورې و ،په وروستيو ورځو کې موږ هم کولای شول چې ورته جملې وکارو او خپل دوستان پرې خوښ کړو .

د نوموړي جشن په ترڅ کې اولادونه او کشران مشرانو ته د روغتيا او أرامۍ هيله څرګندوي ،مشران هم  حتمأاولادونو ته  پيسې ورکوي،چې په سره کاغذ کې تا شوې وي،ويل کيږي چې پخوا دغه پيسې دومره زياتې نه وې ،خو د خلکو د اقتصادي حالت په پياوړتيا سره اوس اولادونه هم په لږو پيسو قناعت نه کوي .

د پټاقيو الوزول هم د پسرلني اختر يو مهم دود دی،چيني وګړي باور لري چې د پټاقۍ په الوزولو سره بدبختۍ کډه کوي،شيطان له کوره شړل کيږي ،او بختوري او نيکمرغي کورونو ته ننوځي .

       

 

 ريښتيا د شپې دولس بجې وې  په درانه خوب ويده وم ،چې يو ځل لکه درنه جګړه چې نښتې وي،هرې خواته درزهاری و،د لويو او کوچنيو چاودونو غږ  مې تر غوږ شو،رنګارنګ روښنايانې هم معلومېدې،له خپل افغان ملګري سره له کوره بهر راووتو،او ومو ليدل چې چينايانو له تورې شپې رڼا ورځ جوړه کړې وه.

 

چينايان ددغه جشن په پنځلسمه ورځ يو ډول خواړه خوري چې يوان شياو نوميږي،او ګرده بڼه يا شکل لري،او پکې بيلابېلې خوږې اچوي،ځکه پدې شپه سپوږمۍ بشپړيږي،او ګرده بڼه غوره کوي.

د چينايانو تر منځ د د ګرد(دايروي)خوراک خوړل د کورنۍ د غړيو د راغونډېدو مانا لري .

که څه هم سږ کال په چين کې د نوموړي جشن پر مهال سخته يخني او په يو شمېر ولايتونو کې سړې د پرله پسې واورو او بارانونو اورښتونو خلک له ستونزو سره مامخامخ کړي ،خو بيا هم خلک دغه جشن په ښه درز سره ولمانځه .

[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 16:0 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
د روان زيږيز کال د می په د دولسمې نيټې تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د چين  سچوان ولايت سختې زلزلې ولړزاو ، چې سختوالی يې د ريکتر په کچه اوه اعشاريه اتو درجو ته  رسېد، او سخته مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه ، دغه زلزله د چين په ځينو نورو لويو ښارونو لکه نينګ شيا،ګن سو،چينګ های،ګوی چو،شن شي،شان دونګ، هوبۍ،هونان،يونان ،تبت او جيانګ سو ښارونو او أن په ځينو نورو ګاونډيو  هېوادونو کې هم احساس شوې ده .

 

د ورروستيو شمېرونو له مخې تر اوس مهاله ددغې زلزلې له امله شاوخوا څلور دېرش زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی،په همدې اندازه نور ورک او تر دوه سوه او څلويښت  زرو زيات ټپيان شوي ، او داسې وېره هم شته چې د مړو شمېره به تر پنځوس زرو تنو پورې ورسيږي .او شاوخوا پنځه ميليون  تنه بې کوره شوي دي .

 

د زلزلې له پېښدو وروسته په لنډو شيبو کې  د چين جمهور رييس ښاغلي هوجين تاو سمدلاسه اړوندو څانګو ته حکم وکړ چې ژر تر ژره زيانمن شوي کسان وژغوري او د مصيبت ځپلو سېمو د خلکو د سر ساتنې لپاره هيڅ راز مرستې ونه سپموي

د دې تر څنګ د لمړي وزير وين جياباو په مشرۍ يوه ځانګړې  قومندانۍ هم جوړه شوه ، او هماغه شپه سمدلاسه د خلکو د ژغورنې کارونو د لارښونې لپاره مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ ، او په ښه توګه يې د چارو لارښونه وکړه ، د ټپيانو پوښتنه  ته ورغی  ، د قربانيانو کورنيو ته يې تسلا ورکوله ، يتيم شوي ماشومان يې په غيږ کې نيول ، او هغو ميندو او پلرونو  ته يې ډاډګېرنه ورکوله چې خپل اولادونه يې په دې ناورين کې له لاسه ورکړي و .

 

هغه مهال د زلزلې مرکزي سيمې  يعنې ون چوان ولسوالۍ ته ټولې غځيدلې لارې پرې شوې وې، هوا هم خرابه وه او باران اوريده، چې سيمې ته يې د الوتکو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ کړی و ، خو د لومړي وزير وين جيا باو په ورتګ سره  ، هغه ژغورنکو ډلو ته نوې روحيه ورکړه ،او ورته يې وويل چې د هرې ثانيې په پرمختګ سره کولای شئ چې د يو انسان ژوند وژغورئ .

 

تر لنډې مودې وروسته ژغورنکو ډلو د بېلابېلو ستونزو  په ګاللو سره بېلابېل خنډونه له مخې لېرې ،او ځانونه يې سېمې ته ورسول .

ژغورونکيو ډلو په ډېر لږ وخت کې شاوخوا شپږ دېرش زره او پنځه سوه تنه وژغورل ، او تر خاورو او کنډوالو لاندې کسانو د لټون لپاره لاهم په نه ستومانه کېدونکې توګه کار کوي ، په دغې زلزلې کې تر دوسوه او لس زرو څخه زيات کسان ټپيان شوي دي ، چې د درملنې چارې يې په ښه توګه ترسره کيږي ، د چين له بېلابېلو برخو څخه داوطلب ډاکتران سېمې ته رسيدلي او مرستندويه چارې ترسره کوي .

د چين د دولت مشر ښاغلی هوجين تاو هم سميې ته ولاړ او اړوندو چارواکيو ته يې لازمې لارښوونې وکړې ، د ناروغانو پوښتنه يې له نږدې وکړه ، او ناورين ځپلو کورنيو ته يې ډاډګېرنه ورکوله ، او د هغوی په غم کې يې ځان ورسره شريک وګاڼه ، چې دا هر څه د هغوی د ښه او زړه سوانده مشرتابه څرګندونه کوي ، او په ريښتيا د ستايلو وړ دي .

 

د نورو نړيوالو ټولنو او مرسته کونکيو هېوادونو تر څنګ پخپله عامو چينايانو هم د مرستې لاس ور اوږد کړ ، هر چا تر خپلې وسې ورسره مرسته وکړه .

  ډېر کسان په داوطلبه توګه حاضر شول چې  ټپيانو ته خپلې وينې  ورکړي ، د مې تر نولسمې نېټې پورې د مرستو کچه لس  ميليارده او اته سوه  ميلون يوانو ته ورسېده .

د افغانستان په  دولت ، پارلمان او عامو وګړيو کې  هم ډېر دا شان زړه سوانده وګړي شته چې پر خپلو خلکو يې زړه سوځي، پر هر غم يې خواشيني او پر خوښۍ يې خوښيږي ، خو پوښتنه دا ده چې زموږ مشران او زړه سواندي کسان ولې خپله مينه په عمل کې نه ښکاره کوي ، او پر وخت د خلکو په زخمونو د مرهم پټۍ نه ږدي ،  زياتره هغه وخت د ستونزو په حل پسې راوځي چې د چا خبره اوبه له ورخه اوښتي وي ، او کله هم يواځې تشريفاتي اجرأت ترسره کيږي ، چې دا د خلکو او مشرانو تر منځ د واټن د نورو لېرې کېدو لامل هم کېدای شي ،هيله ده چې زموږ مشران هم د چيني مشرانو په شان پخپل وخت له پيښو ځان باخبره کړي، د پيښو د زيانونو د مخنيوي لپاره اړوندو چارواکيو ته لارښوونې وکړي ، او خپلو ځانونو ته د خلکو په زړونو کې ځای ورکړي .

انشاألله چې هغه ورځ به دومره لېرې نه وي ، چې زموږ د ځينو کسانو تر منځ اوسنۍ تربګنۍ ختمې او د هېواد په أبادی کې پوره ونډه ولري  او د يو بل په غم او ښادۍ کې ځانونه سره شريک وبولي

[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 15:59 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې مې  له خپل بل افغان ملګري سره د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلې لوبې چې د انګلستان  په جرسي ټاپو کې يې ترسره کولې په ښه غور او دقت سره څارلې ، که څه هم زه د کرکيټ په ټولو قانونو او اصولو نه پوهيږم ، خو چې کله به مې د افغانانو د لوړو نمرو او بيا د لوبې د ګټلو اورېدل نو د چا خبر من ، من غوښې مې اخيستې، افغان لوبغاړو خپلې لومړۍ درې لوبې په ډېرې زړورتيا او مهارت سره وګټلې ، او په څلورمه کې يې له سنګاپوره ماتې وخوړه ، خو بيا يې هم  لوبډله نيمه پايلوبې ته ټاکل شوې وه .

افغان لوبغاړي د اتلولۍ له کپ سره.

           دا عکس له بي بي سي  پښتو ويبپاڼې اخيستل شوی .

 

 

  اوس خبره دا وه چې دوی به له جرسي څخه دغه لوبه وګټي که نه ؟ په تېره بيا چې مخکې تر هغه د هوا د خرابوالي له امله د جرسي او افغان ټيمونو تر منځ لوبه مساوي اعلان شوې وه ، او د جرسي تيم روزونکي په ډېر غرور سره ويلي و : (( حيف شو چې له افغانستان سره مو لوبه ونکړه )).

 

 هستی گل ددغو لوبو اتل !! 

 

  د هغه دا ارمان او هيله هم پوره شوه ، او د جرسي ټيم چې پخپل ګروپ کې يې هيڅ لوبه نه وه بايللې ، د افغان لوبغاړو مقابلې ته راووتل ، کله چې لوبه پيل شوه نو هغه مهال ما په دفتر کې د خپل کار تر څنګ د بي بي سي پښتو ويبپاڼه هم څارله او وروسته تر هر څو دقيقو به مې له نويو خبرونو ځان خبراو . تکړه او استعداد لرونکيو افغان کرکټبازانو د جرسي ټوله لوبډله په اتيا منډو شاته کيښنوله ، او خپله يې د نمرو په جوړولو پيل وکړ ، تر لږ وخت وروسته د ډوډۍ خوړلو وقفه يا ځنډ را منځ ته شو ، ما هم چې په دفتر کې مې کارونه پای ته رسيدلي و په بيړه خپل ځان کور ته ورساوه ، او له هغه ځايه مې له خپل دوست سره د لوبو تازه خبرونه کتل، بايد ووايم چې پدې برخه کې د بي بي سي پښتو برخې د نورو افغانانو په خبرولو کې پوره  ونډه لرله او بايد چې هېر يې نکړو .

 

  د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر غړي .

 

 افغان لوبغاړي په لومړي سر کې ډېر ښه لوبېدل ، خو ورو ورو ساحه پرې تنګه شوه او څو لوبغاړي يې په پرله پسې توګه سوځېدل ، کله چې اووم افغان د نمرو په جوړولو پيل وکړ ، نو ما او بل افغان دوست مې دا ښه وګڼله چې نور نو تازه خبرونه ونه څارو، ښايي چې ښه خبر به ونه لولو ، هماغه وه چې د شپې شاوخوا دولس بجې له کوره ووتو ، او د شپې تر يوې نيمې بجې پورې بهر پاتې شولو ځکه که په کور کې وای نو زړه مو نه صبرېده او حتمأ مو پدې اړه نوي خبرونه اورېدل ، له کوره بهر مو هم د افغان ځوانانو د حالت، زده کړو ، لوبو او پر نورو بېلابېلو حالاتو خبرې کولې او کله کله مو نننۍ لوبې هم يادولې چې اوس به څه شوي وي ،مختلف نظرونه مو درلودل ، ګټلي به يې وي .... بايللي به يې وي ...يواځې درې کسان يې پاتې و ....خو کيداي چې همهغو درې کسانو توره کړې وي ....افغان لوبغاړي د جرسي له هوا سره بلد ندي........خدای مهربانه دی چې لوبه يې ګټلي وي او داسې ګڼې نورې انګېرنې .....

 

 د کرکټ لوبه اوس د ماشومانو تر منځ هم د پراخېدو په حال کې ده .

 

 

    کله چې د شپې شاوخوا يوه نيمه بجه شوه نو پوه شولو چې اوس نو لوبه پای ته رسېدلې او هر څه چې وي بايد ويې ګورو ، کله چې کورته دننه شولو زما ملګري پرته لدې چې د کور دروازه بنده کړي لومړی يې د کمپيوټر پر لوري ورمنډه کړه ، او غوښتل يې چې نوی خبر وګوري. يو ځل يې چيغه کړه واه واه ويې ګټله !!! افغانانو وګټله !! زما هيڅ باور نه راته، ژر مې دروازه بنده کړه او د کمپيوتر خواته ورغلم ، ومې ليدل چې په ريښتيا هم افغانانو اتلولي خپله کړې وه ، نه پوهيږم چې هغه وخت به مې حال څنګه و؟  پر خپلو بې وزلو خو پياوړو  افغانانو مې ووياړل ، ځکه دا دوهم وياړ دی چې دغو تکړه ځوانانو د خپل هېواد په برخه کړی دی .

 

 

افغان لوبغاړي تر برياليتوب وروسته د هېواد بېرغ ليږدوي .

  

 

 هيله ده  چې زموږ خلک او چارواکي د کرکټ د لوبغاړو تر څنګ د نورو ټولو لوبو لوبغاړيو څخه معنوي او مادي ملاتړ وکړي ، او ويې نازوي ، او نور ځوانان هم دې ته وهڅوي چې د ټوپک او نشو پر ځای سالمو چارو ته مخه کړي .   تل دي وي د افغانستان سرلوړي خلک !!!


موضوعات مرتبط: بدنی روزنه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 15:57 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
ښايي دا ټولو ته معلومه وي چې د ميوو خوړل روغتيا ته ګټې لري،ځکه ميوې په خپل جوړښت يا ترکيب کې ډول ډول ويتامينونه ، ګلوکوز يا قندونه او نور معدني مواد لري، خو دا هم بايد هېر نه کړو چې د ميوو له اندازې زيات خوړل نه يواځې دا چې روغتيا او بدن ته ګټې نه رسوي بلکې  روغتيا ته زيان هم رسوي ، چې دا  ټکی   بايد ماشومانو ته د ميوو ورکولو په برخه کې په پام کې ونيول شي .

 

د ماشومانو د هاضمې سيستم دومره قوي او ځواکمن ندی ، او د هغوی د کولمو عمل د لويانو په پرتله يو څه ضعيف دی ، نو که په يو وخت زياتې او بيلابېلې  مېوې وخوري ښايي د هغوی په د هاضمې پر جهاز منفي اغېزه وکړي ، اود خوراکي توکيو د جذبولو بهير يې  ګډ وډ ، بې نظمي پکې رامنځ ته او د تکليف لامل يې وګرځي .

همدا شان په پښتورګو کې  يو شمېر زيات قندونه له ادرار سره بهر وځي ، چې په ادرار کې د بې نظمۍ د رامنځ ته کېدو يا بدلون لامل هم ګڼل کېدای شي . او دا د پښتورګو لپاره غير عادي بهير کېدای شي  او ښايي د پښتورګو د ناروغۍ لامل شي . د بېلګې په توګه که ماشومان زيات شفتالو وخوري نو په خيټه کې د باد د راټولېدو، تبې او اشتها د خرابوالي لامل ګرځي . که زيات ناک وخوري نو د نس ناستي لامل ګرځي ، او که په تشه خيټه املوک وخوړل شي ، نو د قبضيت لامل ګرځي چې دا ټول د ماشومانو پر روغتيا منفي اغيزې کوي .

 

نو بايد ماشومانو ته هغه مېوې ورکول شي چې د هغوي معده يې د هضمولو توان ولري .او داسې نه وي چې د ګټې پر ځای زيان ورته ورسوي او بله خبر دا چې هر مېوه بايد په لږ اندازه ورکړل شي ، او داسې هم نه وي چې بيخي مېوې پرې قطع يا ودرول شي ، ځکه مېوې د ويتامينونو اصلي سرچينې يا منبع ګڼل کيږي .

 

تاسو پدې هکله څه نظر لرئ، مهرباني وکړئ او خپل نظر مو دلته وليکئ


موضوعات مرتبط: طبی معلومات
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 15:55 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

١. اغزي ايستلو ساده لار

د اغزي ايستلو له دوو لارو چارو څخه يوه  دا ده  چې بايد لومړی د بدن  هغه برخه  چې اغزی پکې ننوتلی ، په تودو اوبو کې وساتئ او بيا په کاغذ د اغزي په دواړو خواوو پوستکو باندی ومښئی چې اغزی وايستل شی. دوهمه لاره يې دا ده چې لومړی به د اغزي په شاوخوا پوستکي باندي غوړي ومښئی چې  پوستکو ته د ننوتلو له لارې اغزي نرم شی او بيا به  په موچينک او يا په ستن وايستل شی.

٢. د ټوخي مخنيوي ښه لار

د ټوخي مخنيوي ښه لار دا ده چې لومړی په الکول سينه غوړه او چاپی کړئ چې توده شی ، بيا سمدلاسه يو ډول طبي موم  پرې وموښئی چې سوړ شی چې په پايله کې يې ټوخی بند شی.

 

٣. د سر ګنګسۍ د ليری کولو لار :

د سر ګنګسۍ د لرې کولو لپاره لومړی ګټوره او اغيزمنه  لاره دا ده چې په کټ کې وغځيږئ او سترګې هم مه پټوئ ، څو شيبې وروسته به مو سرګنګسي نښه ښه شی. دوهمه اسانه طريقه دا ده چې په تودو اوبو کې څو دانې سره مرچ  واچول شی او بيا دغه اوبه ورو ورو وڅښل شی چې په پايله کې به سرګنګسي کمه شی ځکه چې د سرو مرچو  اوبو په خوړلو سره د هغې وينې تودوخه لوړېږي چې دماغ  ته بهيږي .

که سره مرچ  نه وی ، کېدای شی چې په يو أرام ځای کې کيني او ګريوان خلاص کړي  او د دماغ  په دواړو خواوو باندی فشار واچوي چې له امله به يی د سر درد او ګنګسوالۍ کم شی.

 

٤. د نو داغ   ليري کولو لار :

د عفوني ضد درمل د نو يا زوې  داغ  ليري کولو لپاره هيڅ اثر نه لری او پر دغه داغ  فشار اچول هم ګټور نه دي . ښه به دا وی چې په الکولو او بيا د غاښ په کريم يې وموښئ او پنځلس دقيقې وروسته د نو يا زوې دانه وچه او کوچنۍ او ورو ورو ليرې شی.

٥.  له وجودڅخه  د ککړو شويو شيانو د ليري کولو لار :

لومړی د لسو دقيقو لپاره په نباتي غوړيو ټول وجود غوړ کړئ او بيا ځان په تودو اوبو کې واچوي او ښه يې ومينځئ چې په پايله کې به ککړ شيان  له خولو سره يو ځاي له وجود څخه ووځي.  

 


موضوعات مرتبط: طبی معلومات
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 15:53 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
درنو دوستانو دغه مطلب ما ته يو خپل دوست د ايميل له لارې راليږلی و ، دا چې  خوښ  مې شو نو ومې غوښتل چې پښتو ته يې وژباړم څو هغه دوستان چې تر دې دمه يې له رازونو بې خبره دي هم خبر شي :

انسان ډېر علوم حاصلولی شي خو ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره ، نو ځکه الله پاک مخکې تر مخکې زيات شيان د انسانانو لپاره خلق کړي او انسانان يې  يو پر بل پسې  پيږني ، بله خبر دا چې اوسنيو علومو دا په ښه توګه روښانه کړې چې زياتره ميوې  د انسانانو د بدن له برخو سره ورته والی لري او د بڼې سره سم هماغې  برخې ته ګټې هم رسوي ، چې ځينې بېلګې به يې دلته راواخلو :

 

ګازرې : که يوه ګازره په منځ کې دوه ټوټې کړو نو  و به وينو چې د سترګې بڼه لري ، د ګازرې منځنۍ برخه ځغلېدلې ريښې،او ځلا ټول د انسان د سترګو په شان ښکاري ، اوسني طب هم دا ثابته کړې چې د ګازرو اوبه په وجود کې  د وينو بهير په تېره بيا سترګو ته منظم او چټکوي .

 

سره بانجان يا روميان : که يو رومي ټوټه کړو نو وبه وينو چې څلور خونې يا برخې لرې، او ټول پاخه روميان سور رنګ لري ، د انسان زړه هم څلور خونې او سور رنګ لري ، د رومي خوړل پر زړه  فشار يا بوج کموي، او د صاف او روغ زړه لپاره د غذا حيثيت لري .

 

انګور: انګور په يو اوښکالي يا خوشه کې سره راغونډ او ځوړند وي ، چې زړه هم ورته بڼه يا شکل لري، د انګور هره دانه د وينې د حجرو په شان ده ، د انګورو په هکله وروستۍ څيړنې دا ښيي چې د زړه لپاره ډېر ګټور دي ، او د وينې صافولو له لارې زړه تازه ساتي .

 

چارمغز يا غوځاڼ : که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چې د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يې چې ښۍ او چپې ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼې ترې څرګنديدای شي .چی اعصابو ته زیاته گته لری .

 

 

ډنډر لرونکي سابه چې اومه او پاخه خوړل کيږي :

 که پښۍ ، رواش او ورته نورو سبو ته ځير شو نو د هډوکو بڼه لري ، په هډوکو کې ٢٣ سلنه سوډيم شته، چې په دغه راز سبو کې د سوډيم اندازه هم درويشت سلنې ته رسيږي ، که چېرې په خپل ورځني خوراک کې په کافي اندازه سوډيم ترلاسه نکړو ، نو هډوکي چې د وجود اصلي بڼه جوړوي کمزوري کيږي ، نو دغه راز سبزي کولای شي چې په وجود کې د کلسيم تشه يا کمبود ډک کړي .

 

انځر: انځر يا انجير له ګڼ شمېر زړو څخه جوړ شوی ، او که په ونه کې  د ميوې په وخت کې ورته ځير شو نو د دوه توپونو بڼې په شان راځوړند وي .د انځر خوړل په انسان کې د سپرم خوځښت په چټکه توګه زياتوي ، او کله داسې هم کيداي شي چې د انځر خوړل نارينه له شنډ توب څخه وژغوري .

خواږه کچالو: د خوږو  کچالو بڼه  په وجود کې د تريخي يا پانقرانس غوندې ښکاري ، چې په حقيقت کې د ګليسيرين انډول او د شکرې حالت تنظيموي .

زيتون: چې يادونه په قرأنکريم کې هم شوېده د بدن لپاره ډېره ګټه لري، دغه نبات د هګيو په فعالولو کې ځانګړی رول لري .

مالټه: نارنج ، مالټه ، کينو او د ستروس(نارنج ته ورته ميوې) کورنۍ د ښځينه و بڼه لري چې تل په پرده کې پټ وي ، چې په حقيقت کې د سينی یا تیو  د لويدو ، په بدن کې د يو ډول ځانګړې مايع د خوځښت او ورته نورو حرکتونو لامل ګرځي .

پياز: پياز د انسان د بدن د حجرو بڼه لري ، وروستيو څيړنو ښوولې چې پياز د انسان له بدن څخه ټول بيکاره مواد پاکوي ، کله چې پياز ټوټه کوو نو د اوښکو بهولو لامل ګرځي ، چې اوښکې بهيدل د سترګو مخاطی پوښ يا طبقه مينځي .

هوږه: هوږه هم په بدن کې د پياز د يو همکار دنده ترسره کوي ، او له وجود څخه د بيکار شيانو په لېرې کولو او هغه مضر توکي چې په بدن کې موجود وي په بنسټيزه توګه له منځه وړي .

 

راځئ چې د خدای پاک پر دې ټولو نعمتونو شکر وباسو، چې نور هم راته زيات شي


موضوعات مرتبط: طبی معلومات
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 15:52 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
 

cri
د ٢٢٠١ کال د جولای ديارلسمه ورځ د چينايانو دپاره تاريخی اهميت لری ځکه چی د المپيک په بين المللی کميټه کی د رايی ګيری له لاری دا نتيجه منځته راغلی چی په دوه زره اتم کال کی د المپيک د نهه ويشتمی دوری د سپورتی لوبو د جوړيدو وياړ د چين د بيجينګ ښاروالی ته ورکړی شی٠ کله چی دغه زيری چينايانو واوريد، د چين په ګوټ ګوټ کی د خوښيو له فضا څخه ډک ډول ووهل شو او د نمانځنی ډول ډول فعاليتونه اجرا شول٠ د پروګرام په لومړی برخه کی به تر دی عنوان لاندی يو لړ معلومات تاسو ته وړاندی کړو چی چينايان او المپيک په هغو وخت کی چی په اتلس سوه څلور نويم کال کی د المپيک د لومړنی دوری سپورتی لوبو د جوړيدو مقدماتی کار پيل وشو، و المپيک بين المللی کميټی چين ته بلنه ورکړی وه چی په دی کميټه کی او په لومړنی سپورتی لوبو کی ګډون وکړی٠ خو د وخت د چينګ امپراطوری حکومت د دغو نړيوالو سپورتی لوبو په باب هيڅ معلومات نه درلودل، نو ځواب يی نه و ورکړی ٠ په ١٩٠٤ کال کی د چين په زياتو ورځپانو کی د والمپيک د دريمی دوری د سپورتی لوبو په باب خبرونه نشر شوی وو٠ په ١٩٠٦ کال کی د والمپيک تاريخ د يوی چينی مجلی لخوا معرفی شو٠ په ١٩٠٧ کال کی د چين يوه مشهور په وهاند چی جان بو لين نوميده، د تيان جين ښار په هغه سپورتی لوبه کی چی د دی ښار د تعليمی محافلو لخوا جوړه شوی ، د ميدالونو د ورکولو په مراسمو کی د والمپيک په عنوان يوه وينا وکړه او و يی ويل چی که څه هم زياتو اروپايی هيوادونو د ميدالونو د ګټلو زيات فرصتونه نه درلودل ، خو دوی لاهم د والمپيک د څلورمی دوری سپورتی لوبو ته وروليږل شی٠ په ١٩٠٨ کال کی چی په لندن کی د والمپيک سپورتی لوبی جوړی شوی ، د چين د تيان جين ښار يوی ورځپانی يو وار بيا د

والمپيک سپورتی تاريخ لوستونکو ته معرفی کړ او پيشنهاد يی وکړ چی دغه عظيمه لوبه به په چين کی جوړه شی٠ دوه کاله وروسته د دی شعار تر تشويق لاندی چی ژر دی د والمپيک په سپورتی لوبو کی ګډون وکړو او په چين کی د دی لوبو د ژر جوړيدو کوشش وکړو ، د نان جين په ښار کی د چين په تاريخ کی لومړنی ملی سپورتی لوبه جوړه شوه٠ په ١٩١٣ کال کی د ليری ختيځ سپورتی لوبه جوړه شوه چی چين هم د دی لوبی د مبتکرو هيوادو څخه وشميرل شو او چينايی ورزشکارانو هم ښه موفقيتونه وګټل او نيک سپورتی اختاق يی څرګند کړ٠ په ١٩١٥ کال کی د والمپيک بين المللی کميټی د ليری ختيځ سپورتی ټولنه وپيژندله او چين ته يی بلنه ورکړه چی د والمپيک په راتلونکی لوبه او د والمپيک د کميټی په غونډه کی ګډون وکړی٠ په ١٩٢٢ کال کی د چين يو نامتو شخصيت چی وانګ جنګ يان نوميده ، د والمپيک د بين المللی کميټی د غړی په حيث انتخاب شو او په ١٩٢٤ کال کی د چين د بدنی روزنی ملی ټولنه جوړه شوه او ورپسی د چين ورزشکارانو د اتلاتيک ، لامبو وهلو، جماستيک ، وزنه بردارۍ ، بوکس، فوټبال او باسکتبال په بين المللی مسابقو کی ګډون وکړ ٠ په ١٩٣١ کال کی د چين د بدنی روزنی ملی ټولنه د والمپيک د بين المللی کميټی لخوا د چين د والمپيک د غړی په توګه ومنل شوه او له دی نه وروسته د والمپيک په سپورتی لوبو کی د چين د رسمی ګډون تاريخ شروع شو که څه هم له دی نه وروسته په شلګونو کلونو کی چينايی ورزشکارانو په

بين المللی سپورتی لوبو کی ګډون کړی، خوښه موفقيت يی نه و تر لاسه کړی ٠ له ١٩٥٢ کال نه تر ١٩٧٩ کاله پوری د چين د والمپيک کميټی د والمپيک سپورتی لوبو ته کوم ورزش ندی ليږلی ، د ١٩٧٩ کال د نوامبر په شپږويشتمه نيټه د والمپيک په بين المللی کميټه کی د چين د ولسی جمهوريت قانونی حق اعاده شو او

له دی نه وروسته په څه د پاسه شلو کالو کی چينايی ورزشکارانو ډير ستر موفقيتونه تر ګوتو کړيدی مثلا د ١٩٨٤ کال د جولای په نهه ويشتمه نيټه د امريکی په لوس انجيلی کی د چين ورزشکار شو های فنګ د چين دپاره لومړنی طلايی ميدال وګاټه، د والمپيک د بين المللی کميټی پخوانی رئيس سمارانچ ده ته د طلايی ميدال د ورکولو په وخت کی وويل چی دا د چين په سپورتی تاريخ کی اهميت لرونکی ورځ ده ٠ په تيره بيا چينايی ورزشکارانو د سيدنی په سپورتی لوبو کی اته ويشت طلايی ميدالونه وګټل او د طلايی ميدالونو د شمير له نظره چين د امريکی او روسيی نه وروسته په نړۍ کی دريم مقام ونيوه٠


موضوعات مرتبط: بدنی روزنه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:27 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

 

cri     (GMT+08:00) 2009-03-04 15:42:50

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين په هربين ښار کې د محصيلينو د نړيوالو سپورتي لوبو په موده کې د سپورتي لوبغاړيو په کلی کې چې په هې لونګ جيانګ پوهنتون کې پروت دی، د څه دپاسه دېرشو سپورتي پلاويو څه باندی زر تنه سپورتي لوبغاړيو ژوند کول. داسي سپورتي لوبغاړي په دغه کلي کې څنګه ژوند کړی؟ د سپورت او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

ټولې کوټې چې موږ په کې اوسېږو، نوی جوړې شوې او تاسيسات يې ډېر بشپړ او پرمختللی دي. په دغه کلي کې ترتيب شوی خواړه ډېر په زړه پورې دي، نو ځکه زما چيني خوراکونه ډېر خوښېږي. برسېره پر دې، دلته ډېر داوطلبان ليدل کېږي. زما په أند، کله چې زه له ستونزې سره مخامخ يم، نو داوطلبان به زما په وړاندې رامنځته شي.

همدا اوس مو د محصيلينو د نړيوالو سپورتي لوبو کلي په اړه د فرانسې يو سپورتي لوبغاړی ايل فاروليتو څو خبرې واورېدې.

د محصيلينو د دغو نړيوالو سپورتي لوبو کلی په هې لونګ جيانګ پوهنتون کې جوړ شوی چې عمومي پراخوالی يې نژدې دوه لکو مربع مترو ته رسېږي او په کې

ديارلس ودانۍ او څلور ډګرونه شاملېږي. ټول سپورتي لوبغاړي په دوو ودانيو کې اوسېږي. دغه کلی د بشپړو تاسيساتو او ښه چاپېريال له امله د بېلا بېلو هېوادونو د سپورتي لوبغاړيو زياتې ستاينې تر لاسه کړې.

د سپورتي لوبغاړيو کلي کارکوونکيو د بېلا بېلو هېوادونو د سپورتي لوبغاړيو بېلا بېلو اړتياوو د پوره کولو لپاره زياتې تياريانې نيولې دي. دوي د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه يو سلو شپېته تنه پخوونکي وګمارل چې اتيا تنه يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو او يا د معيوبينو اولمپيک لوبو لپاره خدمتونه تر سره کړي وو. دوي د بېلا بېلو هېوادونو سپورتي لوبغاړيو لپاره د چيني خواړو په شمول رنګا رنګ خوندور خوراکونه برابروي. د امريکا سپورتي لوبغاړي پيتر ماجوزاک له چيني ډوډۍ سره زياته مينه لري. دی وايي:

( دوهم اواز)

زما چيني ډوډۍ ډېر خوښېږي. که څه هم داسي خوراکونه زموږ هېواد د خوراکونو په پرتله ډېر توپيرونه لري، خو ډېر خوندور دي.

برسېره پر دې، د محصيلينو د نړيوالو سپورتي لوبو کلی د ساعتېرۍ په برخه کې سپورتي لوبغاړيو ته زياتې اسانتياوې هم برابروي. په دغه کلي کې د لامبو وهلو جهيلونه او جمنازيم په شمول د ساعتېرۍ پر زياتو تاسيساتو سربيره د چيني ژبې د زده کړې يوه ځانګړې سيمه هم ليدل کېږي. سپورتي لوبغاړي په دغه ځانګړې سيمه کې نه يوازې د چيني خطاطانو په زړه پورې نندارې ليدلای، بلکې چيني کريکتورونو په اړه زيات معلومات تر لاسه کولای شي. د کانادا سپورتي لوبغاړي ريچارډ شويبريج په دغه ځانګړې سيمه کې يو ساعت تېر کړ او څرګنده يې کړه چې دی له چيني کلتور سره زياته علاقه لري.

( درېيم اواز)

زما چيني دوديز کلتور ډېر خوښېږي، د بېلګې په توګه چيني کريکتورونه او هنرونه. دا يوه ډېره ښه خبره ده چې د سپورتي لوبغاړيو په کلي کې د چيني کلتورونو په اړه نندارې کتلای شي.

د زياتو کارکوونکيو په ګډو کوښښونو سره د چين په هربين ښار کې د محصيلينو د نړيوالو سپورتي لوبو کلی د بېلا بېلو هېوادونو د سپورتي لوبغاړيو يو نيکمرغه کور ګرځېدلی دی او د ټولو سپورتي لوبغاړيو په زړه کې به يوه ښکلی خاطره کېږدي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورت او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!


موضوعات مرتبط: بدنی روزنه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:26 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
 د شعر په هكله د بېلو بېلو پوهانو لكه څنګه چي بېل نظريات او عقيدې دي همداسې دشعر ويونكو بېل مكتبونه او مسلكونه دي، د زمان د تغيراتو د حوادثو په سكروټجنو موجو كي پړاونه غوڅوي چي د الفاظو بازيګر ورځينې لذتونه او بوى سازوي، د سپېڅلې عقيدې خاوندان د پرهر ژبې وياند وي، د ښكلا او رڼا لېواله يې د رنګونو او غضبونو ډك شكورونه تښتوي، د صحرا د جنون ورك بې نومه پراخې غېږې ته يې د جمال او جلال په مخصوص كيفيت ډالۍ كوي. ميخانو، طوافو، سجدو، توبو، آسمانو، حجابو او خلوتو ته يې را بولي، د خلوتي ګناهكارانو غوندې د ګناهګارو تېغو څنډې نه څټي، شاعرانه غرور ويښوي خلكو ته په لمبو كي ګلاب، خلك دښمن ځواكونو ته په ګلابو كي لمبې ويښوي، دا د فطرت تقاضه ده او شاعر ورځينې ا لهامي كيفيت تر لاسه كوي او د سړيتوب احترام ته خلك رابولي، ما د محمود غزنوي او د اياز په هكله ډېرې پيتاوي كيسې اورېدلې او هم مي ورپورې يو شمېر تشبيه شوي شعرونه لوستي دي. د محمود او اياز د مينې خوندونه خو لا ډېر څه را سپړي، د ( سلطان محمود غزنوي ) په نوم د پروفيسور محمد حبيب ليكلى او په اُردو ژبه سيد جميل حُسين عليګ ژباړلى كتاب و لوست، د كتاب د ليكوال غوندې لـه ما سره هم دا تلوسه سوه ولې سلطان محمود غزنوي د هندوستان په ټولو لښكركښيو حتٰى د سومنات د لښكركښۍ مهال يې هم تش د سرو او سپينو زرو او شتمنيو غوره كولو ته پاملرنه كوله چېرې يې هم په پرله پسې توګه اسلامي يا ملي سلطنت په هند كي ولې اعلان نه كړ؟
 خو د شعر اورېدنې دومره لېواله و چي كم و زيات څلور سوه شاعران به هر وخت د محمود غزنوي په دربار كي حاضر اوسېدو او "عنصري" د ټولو سرتاج و. د "عنصري" فرض منصبي د سلطان مدح سرايي وه، محمود چي د زيات لالچي په توګه يې شهرت درلود د "رې" اوسېدونكى شاعر "غضايري رازي" ته د يوې قصيدې په ويلو څوارلس زره درهم ور بخښښ كړو او د ملك الشعراء "عنصري" خوله يې د يوې برجسته رباعي په ويلو درې واره د دُره ور ډكه كړه" خو زموږ د پېر محمود نه د چا شاعر خوله د دُره ډكوي نه ورباندې د درهمو زرين خونى كوي، زموږ د پېر ملنګ محمود درهمونه نه لري خو په خوله كي پټ دومره دُر مرجان لري چي په خلكو لا څه چي د وطن په كاڼو غرونو د غرو په اوږدو لمنو كي د مرغلرو خونى كول غواړي. د ښه شعر لېوالتيا زموږ و دې اياز ته لكه چي د هماغه محمود څخه په ميراث ورپاته وي او د خيال تڼاكې د سكروټو په موسم كي خوندي ساتل رښتيا چي د محمود ذوق او د اياز د مينې مستي او لېوالتيا غواړي ځكه خو يې شاعري د انساني شعور د ارتقاء پلوي د ماتو، ګوډو، شلو، ړندو او بې خونده رجهاناتو سركشي او نشتركشي كوي، اياز د لفظونو په چلند پوه او په فنكارانه صلاحيتونو پسوللى شاعر دى، د اياز په شاعري كي د نوي فكر او نوي انداز لـه كبله هغه توان شته چي د لوستونكو پام ځان ته را اړوي، د اياز د شعر دا كمال اياز، اياز ساتي، ولي ذهني او داخلي اذيت د اياز په شاعري كي د جمالياتي تصوف رنګ پيكه ساتي خو عمراني تجزيه يې نقادانو ته د نوو زاويو د سپړلو بلنه كوي، اياز په خپلو شعرونو كي پټ پټوڼى نه خوښي او نه چېري په خپلو شعرونو كي نيمګړى او پراسراره برېښي ځكه خو خپل لوستونكي ته د پټ پټوڼي پر ځاى شعوري تحريك وركوي او ټولنيزو تغيراتو ته يې رابولي. د شاعرۍ مقصد او افاديت د حافظ شېرازي په ګومان د ژونده فرار يا انكار نه وي، ژوند زېږول، ژوند ودان ساتل، په يخو زړونو كي تودې هيلې غځول، ژوند سمسورول، خوندونه او رنګونه پكې ځنګول وي، ځكه خو حافظ په دې عقيده دى چي هغه څوك زما په شعر كي عيب موندلى سي چي په يوه دانه دُر د خونده سېر نه شي.
 
كسآ گيرد خطا در نظمِ حافظ
 كه نميش لطف در گوهر نباشد

 د اياز په شعر خوندونو او لامحدوده رنګونو خپلې پردې د اياز د شعر په عيب په باريك بينۍ، عصري تنقيدي نوو رجحاناتو او تقاضو په اشتراك داسې غوړولې دي چي په اصطلاح په يوه دانه دُر د خونده سېر نه شي، د نوو فني رنګونو كړكۍ راخلاصې كړي نه چي د كركې د سكروټو ډك شكورونه راباد كړي، دا بيا مي په لمبو كي خيالونه تڼاكې واورين وجود مي د باد سره په غرونو باد نه شي.
 د قلندر مومند سره د اياز دا عقيدت يا د عارف صاحب په ټكو د " تقابل ډغره" سر په سترګو.
 
زما غزل كومه خامي لري په ګوته يې كړئ
 زما غزل كومه خوبي د قلندر نه لري
 يا
 زه خو هم خبرې په پښتو كوم
 زه هم قلندر د زمانې يمه

 ولې زما موخه دا ده چي تر "سباوون" وروسته لـه قلندر مومند سره هم د غزل او نظم لپاره صحتمدانه مواد پاته نه شو د غزل او نظم پرته يې د متضادو شكمنو رويو د زېږون لـه كبله يې نثر ته پاملرنه وكړه ځكه خو زه اياز ته وايم چي.
 
د وركې شپې ورك "سباوون" ته ! هيله من چي نه سې
 عارف، ګوهر، ګران او دروېش لرو د كار وګړي

 د افلاطون د قوله ستره بېخي ستره ګناه د الفاظو ړنده كارونه وي، د جناح روډ په يو هوټل كي ما و اياز ته د " آينې" د يو نظم ژباړه واوروله وروسته مي يوه غزل لـه ده نه هم واروېده د هغه غزل انګازې هر چېرې په هر وخت كي د ماسره پيوند پاته سوې دي. "انګازې" ځكه چي تش زما په ذهن كي يې مفهوم خوندي پاتې و، خو لـه ما يې بېخي زيات خوندونه لكه چي د عارف صاحب په برخه شو، رښتيا هم د هغه غزل په ارزښت كه څوك پوهېدلى دى نو عارف صاحب پوهېدلى دى.
 
لـه تا سره مي محبت كاوه، خو و مي نه كړ
 ما به دا كار په هر قيمت كاوه، خو و مي نه كړ

 د دې غزل دا شعر و ګورئ.
 
ما د تيارو لـه تورتمونو سره تېر كړ عمر
 ما به لـه خاورې بغاوت كاوه، خو و مي نه كړ

 پښتو ادب عمومي ( پښتو غزل ) په ځانګړې توګه د تاريخ د اوږدو رنځورو پېرونو په درشل كي يې مزاج مزاحمتي پاته سوى دى. د زمانو د اوښتونو او واټنونو د بدلون په بهير كي د پښتو غزل مزاحمتي مزاج هم لكه د پښتون كډه پر سر پاته شوى دى. هم بدلونونو ته توانمن هم ورځينې برخمن پاته شوى دى. د روښانيانو تر پېر را وروسته خوشحال بابا دا تيږه بېخي زيږه توږلې ده. ځكه خو يې شاعري تش "پېغام" نه د غورځنګ د هيلو توښ هم بادوي، د نوې مزاحمتي غزل په قطار كي د حمزه شينواري په غزل كي د مزاحمت هغه عنصر ( كوم چي د خوشحال بابا د غزل د مزاحمت مزاج و ) دومره قوي نه دى څومره چي د انفعالي او جمالياتي تصوف امكانات ورباندې غوړېدلي برېښي، ځكه خو يې اكثر غزلونه د انفعالي او
جمالياتي تصوف ښې بېلګې لري.
 عارف صاحب د مزاحمت په هكله داسې ليكي
:
 " د پښني ماحول په هنداره كي كه موږ د پښتو د ابندايي دور و شاعرۍ ته پاملرنه وكړو نو لـه هغه را هيسې بيا تر ننه پورې په پښتو شاعرۍ كي د منفي رويو پر ضد مزاحمت راغلى دى، په دې كي شايد د پښتنو د سيمې د جغرافيايي حالاتو هغه اړيكې هم شاملې دي كوم چي د يو شاهراه په حيث د پرديو يرغلګرو د سترګو خيرې وې او د هغه په نتيجه كي د پښتو په اولسي او باقاعده شاعرۍ كي د مزاحمت رنګ غالب وو دغه رنګ د همداسې حالاتو په بناء باندې د اياز په شاعرۍ كي غزونې كوي".
 د صحتمندانه نوي مزاحمتي ادب د نېستۍ لـه كبله د اياز (خوب ) نظم د نوي مزاحمتي ادب ښه بېلګه بللاى شو. چي د وينو په دې لاهو شوي سيند كي موږ پايكوبي وراباڼي د يوې رژېدلې ژېړې پاڼې په هيله د اور او د وينو لـه دې ډنډه ژغورلاى كه مي نه شي د مزاحمت په ارتعاش كي د كاڼي ويشتو توان خو را بخښلاى شي. "تڼاكې د خيال" نظم ميجر رول هيلو ته د خوځېدو توښ وربخښي او د نظم پايڅوړ سندريزه او د نوي تجريدي پښتو نظم ښه بېلګه يې هم تجربه بللاى شو.
 ښارونه ځان ته كوم ځانګړي ارزښتونه نه لري، كلي خو په خلكو ښايسته وي د هر كلي او ښار ځانګړې خوږبويي او ځانګړې رڼاوې يې د خلكو د مينې او خلوص څخه را زېږي، ما سره د كابل د تېرو كلونو د يادونو په ترڅ كي يوې پښتنې سندرغاړې په ساړه اسوېلي وويل " هر څه به جوړ شي ـ خو زما ښار به بيا چېري هم جوړ نه شي". د ژوند ټوكر، ټوكر وجود په وينو سور كميس ددې ښار د كورونو پر كړكيو د بيا را غبرګېدو زېرى كوي، د ژوند پر مرقدونو پايكوبي اتڼونو ته تمبلونه به وهي ولې چي د ارزوګانو په وارخطا ښار كي " د ظلم پر ضد درد هم د احتجاج جراْت ونه كړ" په غوڅو ژبو د غرڅنيو شنو لېوانو په منځ كي پراته چي ژوند ورځني امان غواړي، د نظم په وروستۍ برخه كي ميجر رول ته Round كردار د لفاظۍ او افسانوي آفاقيت پرته د نيچر ډياليسټك قدرونو پورې تكيه كوي، د جبر د شعور په اشتراك څركونه وهي خو په مجموعي توګه داسې نه برېښي خو د پښتو نوي صحتمندانه مزاحمتي ادب په زړه پورې څرك دى، د پښتو نوى مزاحمتي صحتمندانه ادب د سمسورتيا د مخه ژېړې پاڼې په بلګو كي د را ټوكولو موخه د څه او په څه ؟.
 د راتلونكي نقاد دنده جوړېږي چي د اوسني پېر پښتو صحتمندانه مزاحمتي ادب د فلسطين او جنوبي افريقه د تور پوستو لـه ادب سره پرتله كړي او د نوي مزاحمتي ادب د "ټكي" تعين دي د زمان په اوږدو كي وشي ولې چي د "بيټ نيكه" دُعا د "امير كروړ" تر وياړنې را وروسته پښتو غزل په " مغولي" پېر كي د مزاحمت سره لاس ګرېوان شوې ده چي وروسته يې بيا په خپله بڼه كي بدلون راوستى دى. ددې بدلون په مقابل كي بدلون راوستل د صحتمندانه نوي مزاحمتي ادب د ټاكنې اساس جوړولاى شي. د تاريخ په عمل كي د توان او د روڼ اند لرونكو ډلو په تشكيل كي رياليستيكي نقادان ويړيا كومك كولاى شي هم دا په ګوته كولاى شي چي زموږ د تاريخ په معيار زموږ د غوڅو ككريو مينارونه څنګه او چا ودان كړو ؟.
 د نړېدلو او بې توانه عقيدو مصنوعي، سماجي بې اعتبارۍ پورې د "تسپې" ( تسبيح ) په نوم آزاد نظم په پراخ منظر كي مېجر كردار او راڼه كردارونه څنګه او په څه ترتيب په مصنوعي عبادتي تيارو كي ړانده ساتي، موخه يې په مصنوعي او فكري عبادت كي پاوليان څارل وي، خو پرته د شعر په نثر كي و دې موضوع ته ښه وړتيا ور په برخه كېدلاى شي چي په نوې پښتو لنډه كيسه كي " فاروق سرور" دې موضوع ته ښه پراختيا ور بخښي.
 " بې روح زړه" آزاد نظم د انفعالي تصوف څخه ( په داسي حالت كي چي هيڅ ذهني اړخيزه سراسيمګي ورپكې نه برېښي ) د جمالياتي تصوف په لور د هنر د بې ثباتۍ پرته د نوي انساني كړاوجن ژوند په مخ كي د درولو پاټكونو "طبقاتو" د غورځولو د توان توښ په رګونو كي تود ساتي، د جمال او عقيدې ګډ امتزاج د نظم په سنګارولو كي د سبقت هڅې په يوه و بل غوړېدلي نه برېښي. د الفاظو په چلند د شاعر بلدتيا، او په بشري پړي راښكېل د مينې تودې هيلې نظم ته آفاقيت وربخښي، په BLEND OWL ناول كي چي صادق هدايت د ( سِګ آواره لندې كيسې ) پرته د كوم ذهني اذيت سره مخامخ او د ژوند څخه يې زړه دومره را ډك شوى دى چي د ژوند څخه د مزار پولو ته ورګوري پاى يې هم داسې وكړو. كټ مټ همداسې اياز په "ډرامه" نومي آزاد نظم كي د رپاندو سترګو لـه پټ پټوڼي خوا تورى اېسي. د فنا كندو ته ژوند ور غورځولو ته يې زړه كيږي خو بيا هم د ژوند دا هنګامه ختمولو ته يې زړه نه غواړي.
 د جدلياتي طرزِ فكر په رڼا كي د كائنات او فطرت اصول او د بشري ټولنې د ودې قوانين درك كول يو رښتونى حقيقت دى، د اياز په نظمونو كي د داسې حقيقتونو څركونه ليدلاى شو. ( زه كله داسې ومه) او نور نظمونه يې يادولاى شو چي د خپل رياليستيكي خدوخال لـه كبله د آفاقي قدرونو ژور ادراك لري.
 د اُردو افسانوي ادب نقاد مولانا صلاح الدين ليكي چي :
 " په تېرو پنځو لسيزو كي فرانسوي او انګرېزي ناولونو د ژباړې لـه لارې د اُردو ادب لمنه نوره و غوړوله. د "رينلډ زميري كوريلي" او " رائډر هيګرډ" ناولونه په زيات شمېر و ژباړل شول چي پكې فرانسوي ناول "هاجره" چي اصلاً هم په دا نامه د تركي ادب فرانسوي ژباړه وه. په اُردو ادب كي بېخي اغېزمن ثابت شو چي وروسته دېرش كاله پس يې " عصمت چغتائي" د
 ( ضدي) په نوم ناولټ چربه كړو په خلكو كي يې زيات محبوبيت و موند ".
 دا دېرش كاله پس د " ايوب صابر" ( تصوير) چي د اياز " زه كله داسې ومه" ته چربه او كه د وخت او چاپېريال تقاضه ووايو؟
 د پوهاند لـه قوله
 " د وخت او چاپېريال تقاضې هر ساعت د بدلون سره لاس وګرېوان وي، شاعر ددغو تقاضو په چلند بلد وي او د شعر ا لهام ورځينې اخلي". رښتيا هم زموږ د چاپېريال هر وګړى هم دا پوښتنه ځوروي او هر وګړى يې د بل وګړي څخه پوښتي چي رښتيا هم " زه كله داسې ومه" خو افسوس په دې تروړ، تروړ لمبه، لمبه چاپېريال چي زموږ په نوې اجتماعي بربادۍ يې اساس تكيه كوي. داسې څوك هم پټه خوله شو چي پوښتونكي ته تش په اصطلاح دومره ووايي.
 " داسې وم لكه ته ـ داسې به شې لكه زه"
 د ژوند ساعتونه، د مقتلونو هندارې دي، هر چا په بې خپړو لاسو يوه، يوه هنداره ورځينې را اخيستې او خپلې الوتې بڼې ورپكې ګوري، او اطمينان ورځينې په برخه كوي. د اطمينان دا برخمني د هيلې وسيله ترتيبوي. او د هيلې دا وسيله د عدم تحفظ برعكس د تحفظ حصار را كاږي، د "يونظم" تر سرليك لاندې آزاد نظم د تحفظ د حصار برعكس د عدم تحفظ د احساس ترجماني كوي.
 "ژوندونه !
 زه هم ستا لانجو كي
 بنديوان يم هسې
 لكه ګلاب
 
تازه ګلاب چي وي بې وسه
 د ازغو په بدرګه كي ولاړ
"
 د ازغو په ډنډورې كي را ټوكېدلى ګلاب ګويا ازغن ډنډورى په خپله ددې ګلاب د تحفظ دليل نه سي ګرځېدلاى؟
 موږ زيات سپين زړي څوك يو، لمنې مو غوړېدلې دي د دود لـه كبله زموږ لمنې زموږ د هديرو غوندې پراخې دي چي ورسره اوس مو نړېدلې مېنې هم پراخې كنډوالې شوې. دا د فساد او كركې تخم كرونكو سره بلد يو خو ناهيلي مو دا ده چي بې مړوندو شو، ژوند و موږ ته د پايكوبي وراباڼو ورا ( جنج) هم د كربلا ډګر دى دا په دې چي موسم د يزيدخېلو دى او اياز څه ښه وايي.
 
د هر يزيد لاسونه و ګوره په وينو دي سره
 په وير لړلې كربلا ده هره لاره د ژوند

 د اياز په رنګ څو معياري غزل نظم ليكونكي لرو، پروفيسور فيض محمدشهزاد د "پالنې" په تېره ګڼه كي بېخي رښتيا ويلي و چي " موږ هر يو خپل فكر معيار ګڼو" دې ته په اندېښنه كي وم چي د اياز د غزل يوې مطلعې مي تلوسې نورې و پارولې. د والټېر د "كينډډيډ" ناول دا برخه را ياده شوه چي :
 " كينډډيډ او فلسفي مارټن چي په فرانس كي يو لارښود كوچنى پادري تر هر څه لـه مخه كينډډيډ او مارټن يوه نندارتون ته بوتلو. چېرې چي يوه نوې الميه " غمجنه كيسه" ښكارېده، كينډډيډ د څه څالاكو څكښاندو خلكو په منځ كي ناست و خو بيا هم چي هر كله ده په كيسه كي ښكلې نظارې د اداكارۍ وليدلې نو بې اختياره يې و ژړل. د كينډډيډ پر څنګ په وقفه كي ده ته مخ را واړاوه ورته ويې ويل " صاحب ستا ژړا خو بېخي بې ځايه ده دا اداكاره خو ډېره بې كاره ده او هغه اداكار تر دغه لا بدتر او نقل خو د اداكارانو څخه لا هم بدترين. منظركشي د عربستان ښكاروي او ليكوال خپله د عربي په يوه ټكي نه پوهېږي.
 كينډډيډ كوچني پادري ته مخ را وګرځاوه او تپوس يې وكړ
 په فرانسوي ژبه كي څومره ډرامې ليكل شوې دي؟
 " قريباً پنځه يا شپږ زره" پادري ځواب وركړ.
 دا خو بېخي ډېرې دي څو به په دغو كي ښې وي !
 " پنځلس يا شپاړس" هغه بل ځواب وركړ.
 " دا خو بېخي ډېرې دي" مارټن وويل "
 
چي رانه يوړه خوشحالي بېلتون په نيمه بيه
 څوك دى تيار زه وركوم ژوندون په نيمه بيه

موضوعات مرتبط: نومیالی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:21 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
دملالي دژوند دپيښو په باب چي دا پيغله څوك دچالور او دكومي سيمي او كلي وه پوره معلومات په لاس كي نسته, خودميوند دفتحي دننګ اوجنګ په معركه كي ددغي نوميالۍ پيغلي كردار او تقش لكه دكمر په څير څرګنددى. ملي ولسي روايات او هم تاريخي آثار په دي هكله تقريباً په يوه خوله دي او دعباراتو په ډير لږ توپير او بدلون دميوند په فتحه كي دهغي غوڅ او ټاكونكى نقش تاييدوي .
دبښتني ميرمني كتاب ليكوال عپدالروف بينوا ليكلى چي ددوشنبي په ورځ دبرات دمياشتي پر اولسمه 1297 هجري قمري كال چي افغاني زلميانو ميرنو او ښځو دخپل وطن دساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي اودميوند ډګر ته دقرباني له پاره حاضرسوي وه, ټكنده غرمه وه غازيان تږي او ستړي ستومانه وو دميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وي نژديوه چي افغاني لښكر له تندي څخه ماتي وكړي. په داسي حال كي چي دلښكرو بيرغچي هم سخت زخمي سو او بيرغ يي له لاسه ولويد يوه پيغله راغله بيرغ يې په سرومنګولو واخيست ناره يي وكړه:
خال به ديار له وينو كښيږدم
چي شينكي باغ كي ګل ګلاب وشرموينه
كه په ميوند كي شهيد نسوي
خدايږو لاليه بي ننګۍ ته دي ساتينه
ددي پيغلي دا ږغ يو آسماني ږغ و چي دافغاني زلميانو ويني يې په جوش راوستلي اود تود (الله اكبر) په ناره يې پرغليم يرغل وكړ او دښمنان يې تار په تار او خپله پاكه خاوره يې دهغوى دناپاكه قدمو څخه وژغورله . دا پيغله ملاله نوميدله په ځينو روايتونو كي همدغه پورتني مفهوم دالفاظو په لږاو ډير بدلون سره داسي راغلي دي.
يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسيلو سمبال وو بله خوا افغانان په تش لاس خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال د هغوى مقابلي ته راوتلي وو او په دې نيت او تكل وو چي دغه كفري لښكري له خپلي خاروي څخه وباسگي او هيواد ددوي له ناولو منګولو څخه آزاد كړي . د افغاني غازيانو سره په دغه جكړه كښي افغاني ميرمني هم شاملي وي چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځيني له خپلو پلرونو ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلي ته ولاړي وي، يوه له دغو نومياليوڅخه ملاله وه.
ټكنده غرمه وه ملالۍ وليدل چي له يوي خوا ددښمن دپوځونوشمير زيات او په ډول ډول وسلو اووسلو سمبال دي او له بلي خوا دهغوى په وړاندي د افغاني غازيانو شمير لږ تش لاسي او نږدي وه چي ګرمي، تندي او ستړيا څخه له ماتي سره مخامخ سوي واى, نو يو هسك ځاى ته وختله او دزړه له جوشه يې افغاني غازيانو ته دالنډۍ وويله ,
كه په ميوند كي شهيد نسوي
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
دملالۍ دلنډۍ هر تورى لكه غشى دغازيانو په زړونو ولګيد ويني يې په جوش راغلي مات زړونه يې راژوندي سول او د الله اكبر په كفر ځپونكي ږغ پر دښمن ورغلل, سره ورځ يې پرې جوړه كړه څه شيبه وروسته ملاله يوځل بيا پر لوړځاى ودريده ا وداسي دجذبې ډكه ناره يې وكړه:
خال به ديار په وينو كښيږدم
چي شنكي باغ كي ګل ګلاب وشرموينه
په تور توپك ويشتلى راسي
دبې ننګى احوال دي مه راځه مينه
ددښمن په پوځونو ماته كډه او ډيره زياته مرګه ژوبله پكي وسوه.
دافغانسنان درمسير تاريخ) ليكوال دهغه وخت ديو نوميالي مړرخ ميرزا يعقوپ علي خوافي د كتاب په حواله ليكي چي په دغه جګړه كي له دوولس زره انګريزي پوځ عسكرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (25) تنه ژوندي دجګړي دډګر څخه په تيښته بريالي سول.
د(زموزغازيان ليكوال محمدولي حلمي د نفتو لا خالفين د كتاب (شيبور هايي پيروزي ميوند) 453 مخه په حواله ليكي:
كله چي دزياتي كلكي ژوبلي په نتيجه كي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانو د ښخولو په تكل كي وو ,غازي سردارمحمد ايوب خان پوښتنه وكړه چي دغه نجلۍ څوك ده چي په داسي نازك حالت كي يې پخپلو ملي لنډيو افغانى لښكر په ننګ او غورځنګ راوست.ځواب وركول سو چي دا ملاله د يو چو پان لو راو دميوند (كشك نخود) اوسيدونكي ده بل ورته وويل چي دا ډيره زړه وره وه دغازيانو تر څنګ يې بايد ښخه كړو. ايوب خان وويل ښه واياست ملايانو او ملي مجاهدينو دبخښني دعاورته وكړه او هم هلته يې خاوروته وسپارله.
همدارنګه مير غلام محمد غبار په (افغانستان درمسير تاريخ) او لويس دوپري په خپل اثر (افغانستان )كي دملالۍ سر ښندنه او ننګياليتوب ستايې او تاييدوي .
له دي پورته څرګندونو داښكاري چي ملاله دهمدغه ميوند په تاريخي جګړه كي دشهادت مقام ته رسيدلي او تلپاتي نوم يې په برخه سوى دى ددغه ستره ويارلي كارنامه يې زموږ دهيواد په تاريخ كي په زرينو كرښو ليكو تر هغه چي افغان او افغانستان وي له چابه نه هيريږي او په ډير درناوي به لمانځل كيږي . ددي نوميالۍ او ننګيالۍ پيغلي قبر دميوند د شهيدانو په هديره كي معلوم او ډير خلك يې زيارت لره ورځي.
روح دي هميشه ښاد او يادوي !


موضوعات مرتبط: نومیالی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:19 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

ښې خوږې خبـــــــــــــــــــرې چې رايادې بيا د يار شي
زړه مې شي بيګاره ټول بدن راته انــــــــګار شي

داسې شم بې واکه لــــــکه اور کې چې زه سوځېږم
ډکې مې شي ستـــــرګې پکښې اوښکې مــې انبار شي

روانې مــې بيا اوښکې شي پرمخ سيلاب سيلاب
بې خوده او بې حاله شم جنون پرې باندې بـــــــار شي

ښکلې د وصال شيبې مې سترګو کـــــې راګرځي
 مسکی شم، صحرایی شم ليونتوب مـــې را بيدار شي

 عشق او محبت دين او مذهب کړه ای مســــعوده!
پريږده ليونتوب کی چې منصور سر دې په دار شي


موضوعات مرتبط: نومیالی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:18 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود د هغه كتاب نوم دى چې د پښتو ادب تكړه، ځوان او پياوړي ليكوال سيد عبدالله ولي زي ليكلى دى ولي زي صيب پخوا هم د پښتو ژبې لپاره داسې پياوړي كارونه كړي، چې دا كتاب ئى په اوسني حالت كې د ماشومانو لپاره ډېر ارزښت لري د پښتو ادب لپاره او په ځانګړى توګه د ماشومانو په اړه يو شمېر كتابونه ليكل شوي خو دغسې مهم كتاب چې د ماشومانو لپاره اړين ليدل كيږي ليكل شوى نه وو.
 
كتاب ته ډېره پاملرنه شوې او كتاب داسې انځوريز ليكل شوى چې لوستل ئې سړى دې ته بولي چې ټول كتاب تر پاى پورې ولولي.
 
د پښتو ادب لپاره د ویاړ ځاى دى چې په پښتنو ځوانانو كې موږ ولي زي صيب په څير يو پياوړى ليكوال لرو چې وخت پر وخت ئې د پښتو ژبې مينه والوته د خپل قلم او پوهې له لارې ملغلرې وړاندې كړې دي.
 
دغه پياوړي ليكوال ته د لوي څښتن تعالى څخه د كاميابۍ هيله كوم او د افغانستان ټول ولس او ځانګړي توګه د وردګو خلكو ته دغه كتاب د ليكلو په اړه مباركي وايم
 
په درناوي

موضوعات مرتبط: چاپی اسار
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:16 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

د (كرزي) په نامه كتاب، د يوه امريكايي ليكوال نيك بې مايلس له خوا څه وخت تر مخه په انګرېزي ژبه كښل سوى و، چي اوس دا دئ د ښاغلي غلام ولي نوري له خوا په پښتو ژبه په يو سل و درو نيوي مخونو كي د ويښ ملګري فرهنګي ټولني له خوا په كوټه كي په ښه صحافت چاپ سو.

دغه كتاب چي د ولسمشر حامد كرزي په موافقه او اجازه ښاغلي نيك بې مايلس كښلى، د دوى د ژوند پر مختلفو ابعادو رڼا اچوي او تر څنګ يې د افغانستان سياسي حالات هم په ښه مفصل ډول پكښي څېړلي دي


موضوعات مرتبط: چاپی اسار
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:14 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

د بشري حقونو دڅار د ټولنې په زړه پورې گزارش چې له ۱۹۹۲ زکال تر ۱۹۹۴ ز کال پورې په کابل کې د کمونیستی رژیم له ړنگیدا وروسته د کابل د ورانۍ پیښې او په کابل کې د ځواکجگړې د خونړیو سیالیو ډډې راسپړلي ، په گزارش کې سړک په سړک  او واټ په واټ جگړه شرح شوې او د کابل پر وگړو تیر شوی وحشت را بربنډوي ؛ کتاب د جنگي جنایتکارانو مخونه په نړیواله کچه لوڅوي.
 دغه کتاب د ۲۰۰۹ زکال د سپتامبر په مېاشت کې په کابل کې د مطبوعاتي خدمتونو د مرکز له خوا خپور شوی دی. ددغه په زړه پورې کتاب لوستل مه هیروﺉ.



موضوعات مرتبط: چاپی اسار
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:12 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
 

راغلی یو ځوان وو په تېله له امریکا

په خښتی پل کي په ګویا کي  ووګویا

 

بیا راځم کابل ته که دا سی وی مزې

 ښار نا پرسان وی او چړچې

 

د سړکونو به منځ کي د ګدا یانووی  اټن

د موټرو آرندو سره د خلکو دا سی وی  چلن

 

دبرېښنا پټېدونکی وړیالوبه  په کابل وی

په آزاد ی د بیان کي د خلکو په بمو وژل  وی

 

د کابل سیند وی سرخلاصه کانالیزیسیون

د هر کار دهیریدوو لپاره  جوړ شی کمیسیون

 

د څوګیو ویش په شناخت ،انګریزی او مصلحت

د ځوانانو بې روزګاري ته پام نه وی د دولت

 

چی په ښازه  یې نصوار نه پریښوده بیاهغه وی   امران

د چور نه وروسته چور پسی  تیروبیر سی  بیاهغه وزیران

 

خدمت ګارو ته د سړکونو هر ګړی وی بندېدل

د امان پر ځای د مسعودغټ عکسونه  وی ځړېدل

 

 غله د پولیسو په یونیفورم  کی پهره وی

او مامورین و رشوت تیار سی او اماده وی

 

 

د خپلو پولیسو د لاسه  اولس په پردیو ډاډه وی

په دی او هغه پولدارو د وطن دپلورولو چنه وی

 

 

د مصلحت به نامه د خلکو سره وفا وی

د محاکمی نه د غلوقدرت ډیر و الا وی

 

په خدای بیا راځم که دا سی ښه مزې وی

ښار نا پرسان اوغوړی چړچې وی


موضوعات مرتبط: طنزونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:5 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

په جاري کال کي چه کومه سروي دنړيوالي معتبري منبع لخوا ترسره سوه وښودله چه افغانستان په هغولسوهيوادونو کي قرارلري کوم چه زيات رشوت او اداري فساد هلته موجود دی . دافغانستان رشوت خواره ډيره خواشيني ښکاره کړه چه په دغه سروي کي حتما درغلي سويدي ،موږ افغاني رشوت خورو ټولي هلي ځلي يي په اوبو لاهوکړي ،موږ دومره په رشوت اخيستلو اواداري فساد ملوث يو چه په کيسو يي ټول ولس خبر دی ،موږ دومره کړني ترسره کړيدي چه حتي هغه حيا اوشرم چه پخوا درشوت په اخيستلو کي موجود وه هغه موله منځه يوړه  . خوبدبختانه کومه  سروي چه سويده دافغانستان درشوت کچه ډیره لږه ښودلي ده که نه واقعا افغانستان به نړيوال جام ګټلي واي ، خوبيا هم موږرشوت خواره خپل ولس ته دا وعده ورکوو چه  موږبه خپلو هلوځلو ته په ډيرجرآت سره دوام ورکړو  اوهرومرو به افغانستان د اتلولۍ ومقام ته رسوو او ددي هدف درسيدو لپاره درشوت خورانوکاري ګروپ  لاندي لايحه دنوي معيارونو په درلودلو سره تصويب کړه:
۱-څرنګه چه نن سبا په ګران افغانستان کي دازاد بازار پاليسي پياده سويده او هرڅوک ددي پاليسي دارزښتونو څخه ګټه اخلي نو موږ هم فيصله وکړه چه درشوت په ډګرکي دنوموړي پاليسي لپاره زمينه ترهروخت زياته مساعده ده په لږ تعد يل سره داسي پريکړه کوو چه هرښاغلي رشوت خور دازاد بازار دپاليسۍ په رڼاکي صلاحيت لري چه درشوت نرخ دخپل زړه په غوښتنه وتاکي .
۲- پريکړه وسوه چه رشوت په نقدي او غير نقدي ډول په مناسب وخت کي تادیه سي :
الف: نقدي رشوت بايد په ډالر اويا يورو باندي وي ،په افغانۍ رشوت ورکول سخت منع دي ،سل ډالري نوی نوټونو ته ترجيح ورکول کيږي ، بانکي چکونه اوکريډت کارټونه دمنلو وړنه دي.
ب-غيرنقدي رشوت دسروزرو زیورات ،تيزرفتاره دلوړمودل موتران ،کومه نمره مځکه ،لويه قالينچه او دکورلپاره فرنيچر . په اطرافو کي مواشي لکه پسه ،غوايي ،چرګان اوفيل مرغان درشوت دوسيلي په ډول استعماليږي ،ددي دپاره چه داعنعنوي اوزوړډول درشوت وساتل سي نو د رشوت دخيرات په فصل کي په دوومادوکي تصويب او داجرا وړدي .
ج- تحفي اوسوغاتونه :  اوس هم ليدل کيږي چه تحفي اوسوغاتونه په رشوت کي شميرل کیږي ،خودنوي لايحي او ازاد بازاردپاليسي په رڼاکي تحفي اوسوغاتونه ځاتنه بيله لايحه اومقرره لري ،همدارنګه ليدل سویدي چه ډير خلګ په دوه کريټه انګورواويا انارو ځان خلاصوي ،حال داچه داډول عمل دسوغاتونو اوتحايفو دمقرري سخت خلاف دی او هغوی ته دقانون له مخي جزا ورکول کيږي . تحفي اوسوغاتونه دلايحي د دوهمي مادی په  دريم بند کي په دي ډول په نښه سويدي : دموبايل سيټ چه کمره ولري ، راډو يا رولکس ساعت ، دقيمتي ډبري تصبيح ، نوی موډل رنګه ۳۰يا ۴۰ انچه تلويزيون دلندنۍ کشميري ددريشي تکه او ليپ ټاپ کمپيوټر .
۳-درشوت خورانو کاري ګروپ لګيا دي چه په خارجي بانکونو کي دمشترکينو لپاره حسابونه خلاص کړي ،البته نوموړي حسابونه به دهرډول خطرڅخه محفوظ وي او کاملا به پټ اوسری وساتل سي .
۴-کاري ګروپ به دکښته رتبه مامورينو لپاره دخوردوبورد فرعي مقرره به ډیرژر تصویب کړي ، څرنګه چه واړه مامورين دډير خطرسره مواجه دي ،او دهرچا زور په رسيږي او بعضي وخت لوي رشوت خواره دغه واړه مامورین دسپر په حيث استعمالوي او دبلا په خوله يي ورکوي ،ددي وړو مامورينو دخوردوبورد فرعي مقرره به ډيري اسانتياوي ولري ،همدارنګه دظرفيتونو دلوړولو لپاره به تربيوي پروګرامونه موجودوي ،ځکه چه همدا کسان دسبا کدرونه دي .


موضوعات مرتبط: طنزونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:4 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
زموږ يو شين خر و چي خورا قوي حافظه يې درلوده. په تېره بيا د کور او باغ لاره خوګردسره نه ځني ورکېده. کله چي به دي له غوجلي څخه خوشي کړ، نو نېغ به باغ ته ولاړ او بيا چي به دي بار پر باندي کړ او ايله به دي کړ، نو هم به برابر کور ته راغی. د ده قوي حافظې موږ دومره زړور کړي وو، چي يوازي به مو هم خوشي کاوه.
يوه ورځ مي د کور سودا پر بار کړې او له ښار څخه د کلي پر خوا راروان وم، چي په لاره کي له يوه انډيوال سره مخامخ شوم. زموږ خبري همداسي په ولاړي ښه ډېري اوږدې شوې، يو وخت ګورم چي خر تللی دی. زما هم زړه پوړه (ډاډه) و، چي ځه نه به ورکېږي، د کور لاره ورمعلومه ده.
کله چي کور ته راغلم، نو ګورم چي خر نه دی راغلی. توري ځمکي مي ورپسي سپيني کړې، شا و خوا نژدې کلي مي ورپسي وپلټل، خو خر مي پيدا نه کړ. تر دې مهاله مي په خره ډېر لاس خلاص و. د ژرندي پېټی، د ښار سودا، د حيوانانو واښه او داسي نور اړه ومانده مي ټول په خره پوري تړلي ول. کله چي مي خر ورک شو، نو داسي مي لاس په خوله شو چي يوې خوا ته مي مخ نه ګرځېده. يوازي مي دا خواري نه وه چي خر مي ورک شو، بلکي پر خره باندي بار سودا هم ورسره ورکه شوه. نور نو ټولي لاري راباندي ودرېدې، يوازي يوه لار راپاته وه، هغه دا چي کتني والا (کوډګر) ته ورشم.
زموږ په سيمه کي يو تعويذګر، چي ملاتور نومېده، خورا مشهور و. د ملا تور برجوره کلا د انګوري باغونو په منځ کي ودانه شوې وه، چي د دروازې پر سر يې د غره د پسه يوه جوړه ښکرونه نصب شوي ول. د کلا مخ ته به هره ورځ ګڼ شمېر خلک په نوبت کي ناست ول، چي له نژدې او ليرو سيمو څخه به راغلي ول. چا به ناروغان راوستلي او د چا به بيا يو دوست، يو حيوان او يا کوم شی ورک شوی و.
خلکو ويل چي يوه ورځ د ملاتور د نيکه، چي يو ډېر بزرګ سړی و، د غره د پسه غوښو ته هوا شوې وه. بيا د ده مبارک په کرامت يو د غره پسه په خپله د ده کور ته راغی. ده حلال کړ، چي دا دی اوس يې ښکرونه دلته نصب دي.
ملاتور يې ځکه باله، چي له رنګه داسي تک تور و، لکه د ايرو کباب. ملاتور نه ملا او نه هم پرهېزګاره و، خو خلکو بيا هم ښه سړی باله. ويل دا پخې غوښي دي، څه به نه په کښي وايو. دی چي خپله هر ډول دی، خو نيکه ګان يې ښه خلک تېر شوي دي، خامخا د هغوی لاس ورباندي پروت دی. د ده په باب ډول- ډول خبري کېدې، چا به ويل چي ښاپېرۍ لري، چا به ويل چي پېری يې مسخر کړی دی او ځينو به بيا ويل چي نيکه ګان يې په خوب کي ټول حال ورته وايي. خو خپله ملاتور يوازي دا وروستۍ خبره منله او ويل به يې چي موږ په مړو کي زورور يو.
ملاتور تر شپېتو کالو اوښتی او خورا لويه کوړمه (کورنۍ) يې درلوده. ده اته ځوانان زامن درلودل، چي نه خپله ملاتور او نه زامنو يې تر دوو کمي ښځي درلودې. دوی په دغو ښځو کي يوه هم په ولور نه وه غوښتې، بلکي خلکو وربخښلي وې.
له خپل پلار څخه مي اورېدلي ول چي د ملاتور، نيکه پر يوه خره کډه راوړل او په دغه کلي کي يې ملايي ونيوله، خو اوس يې دومره ډېر جايداد درلود چي د ده کړوسيانو هم نه شوای خلاصولای.
زه سهار په خړه ورغلی وم، خو ايله غرمه نوبت راورسېد. ما هم هغه کولنګي چرګ، چي په دروږ کي مي له ځانه سره وروړی و، خليفه ته ورکړ او د ملاتور د ناستي خوني ته ورغلم. ملاتور تر ستړې مشې وروسته اشاره راته وکړه چي کښېنه! تر ما مخکي يو بل سړی، چي ساعت يې ورک شوی و، هم د ملاتور څنګ ته ناست و. ملاتور يو څو دقيقې سر پر زنګنو کښېښود، بيا يې راپورته کړ او ويې ويل: ستا ساعت ورک شوی نه، بلکي يو چا درڅخه غلا کړی دی، خو ته غم مه کوه انشاء الله چي پيدا به شي. سړي جېب ته لاس کړ، چي د شکرانې پيسې راوباسي. ګوري چي هغه ورک شوی ساعت هم له پيسو سره يو ځای له جېب څخه راووت. په دې وخت کي د ساعت خاوند د ملاتور په پښو کي ورپرېووت او ويې ويل: ستا قربان شم، بې شکه چي دخدای دوست يې، دا زما ساعت څنګه ژر پيدا شو، خامخا پېريانو راوړی دی. له دې سره سم په کوټه کي د خلکو زوږ جوړ شو او د ملاتور صفتونه پيل شول. په دې وخت کي ملاتور تر خپلو خريلو برېتو لاندي وخندل او په فاتحانه ډول يې د مجلس يوه يوه سړي ته وکتل.
هغه سړی چي رخصت شو، بيا زما نوبت راغی. ملاتور ته مي د خپل ورک شوي خره خبره ياده کړه. ملاتور سر پر زنګنو کښېښود او له ځان سره يې داسي څه ويل، چي زه نه په پوهېدم. يو څو دقيقې وروسته يې سر راپورته کړ او ويې ويل: ستا خر غلا شوی نه، بلکي ورک شوی دی، ته کور ته ولاړ شه انشاء الله پيدا به شي.
سبا ورځ په کور کي ناست يم، چي زموږ شين خر له باره سره کور ته راغی او برابر خپلي غوجلي ته ولاړ.
کله چي خره ته ورولاړ شوم، نو ګورم چي خر زما، خو بار يې د بل چا دی. ما يې لا بار نه و خلاص کړی، چي د کور دروازه وټکېده. دروازه چي مي خلاصه کړه، نو ګورم چي يو سړی په دروازه کي ولاړ او راته ويې ويل: وروره وبخښه زما خر ستاسي کره راغی.
_ هو! زموږ کره اوس يو خر راغی، خو هغه زموږ خپل خر دی، چي پرون ورک شوی و.
_وروره دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو.
_ته هم عجيبه خبري کوې، ټول کلی شاهدان دي، چي دا خر زما دی او يو کال کېږي چي راته ولاړ دی.
سړي يوه ترخه خندا وکړه، ږيره يې په موټ کي ونيوله او راته ويې ويل: وروره زه هم په دې لويه ږيره درواغ نه وايم، دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو. بيا مي په ښار کي سودا رانيوله او پر بار مي کړه، خر مخکي، زه ورپسې او د کور خوا ته روان وو. کله چي دلته راورسېدو، نو خر ستاسي کور ته ننوت.
تر څو پوښتنو- ګروېږنو وروسته معلومه شوه، چي دې سړي خر له غله څخه رانيولی و. اوس زه نه پوهېږم چي دا به د خره د قوي حافظې برکت و، چي د خپل کور لاره ورمعلومه وه او که به د ملاتور بزرګي وه، چي زموږ شين خر بېرته پيدا شو
 
موضوعات مرتبط: طنزونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:3 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

کاشکی دګمرک کمیشن کار وای !
-- طنزونه واخلی طنزونه نوی طنزونه خوندورطنزونه هله ژرشی واخلی چی خلاصیږی طنزونه واخلی طنزونه هله ژرشی ( دکورد دروازی اوازیوکس تری راوځی اوپه لوړاواز وایی )
--وه ورروره داڅه ناری دی جوړ کړی نه دښځو دسینګار سامان نه دکورسبزی نه الوګان نه رومیان طنزونه واخلی طنزونه داکومه نوی بلا ده ؟
-- وه وروره داکومه بلانه ده دادنن وخت په حالاتو قسم ما قسم خبری دی چی له خندا به دی ورته پښتی شنې شي ته لږسرراښکته که او په کجاوکی وګوره په دغه کجاوه کی قسم ما قسم پوړی پرتی دی په هره پوړی کی رنګارنګ خبری دی بس چی هرپوړی دی خوښیږی دپیسو په بدل کی که سواد لری نیمه بیه ده اوکه نلری نوبیا یی پوره بیه ده اوزه به درته وایم خوپدی شرط چی پیسی دی نقدی وی اوپه په قرارسینه ورته غوږ کیږدی
--وروره زه ولاکه دخبرو داوریدو شوقی یم ځکه دومره دزړه زورمی چی دخپلی ښځی سره په لانجو اوخبرو کی اوبه شو خوخیر داستا خبره به ام واورم وایه څو قیمت یی دی ؟
-- وروره دقیمت خبره به روسته کوو ته پوړی خوښه که بیا به یی دقیمت خبری کوو
-- وه وروره زه څه پویږم خویو پوړی راوباسه هرڅه چی و سمه ده ښه نوبیا بسم الله که
-- بسم الله علی برکت الله
--( دخندا اواز) هوهو هو داخووالله ډیره ښه پوړه درته راووته په دغه پوړی یی لیکلی دي کاشکی دګمرک کمیشن کاروای!
-- ښه وایه کنه څنګه کمیشن کار وای ؟
-- وه وروره ته اول ددی پیسی راکه چی زه یی درته بیا ووایم
-- یره توخو ډیرسخت سړی یی وایه قیمت یی په څودی ؟
-- وروره ددی پوړی قیمت ترټولو جګ اولوړ دی ځکه دی کی دپیسو دګټلو پټی لاری ښودل شوی ددی قیمت صرف تا لپاره دوه سوه افغانی اودنورلپاره دری سوه افغانی
-- وروره ماسردی په کوم جومات کی لمونځ کړی چی ماته سل روپی پریږدی داسی ښکاری چی ستا په دی کارکی څه چل دی ؟
-- وه! وروره چل مل ندی دامی پدی خاطر درته پریښودلی چی ستا دزړه زورپه لانجوکی له خپلی ښځی سره ویلی شوی ته پوهیږی داټولی لانجی دغریبی اوبی کاری څخه پیدا کیږی اوکه ګمرک کی که خیروی کمیشن کار شوی نوبیا به دی داحال نه وی مخکی دراتلو به دی کور کی بستره داستراحت لپاره تیاره غوړیدلی پرته وی اوهرڅه چی دی زړه غواړی درته به تیاره اواماده وی
-- ویمه په خوله دی برکت شه والله وروره سم دی زما د زړه خبری وکړی هن د ا دوه سوه روپی واخله اوپوړۍ وڅپړه چی څه پکی لیکل شوي
-- یره کورد ی ودان بچی دی لوی دادی اوس به یی درته په لوستلو شروع وکم خو غوږ ورته ښه ونیسه چی بیا یی لوستی نشم ( دستونی دصفا کیدو اواز) عنوان دی کاشکی دګمرک کمیشن کاروای ! وایی ګټې دګټو لاندي خو په ګمرک کی ګټې دپستو پستو وریښمینو پالښتونو لاندې دي که بخت درسره یاری وکړه نو سم دی له اسمان څخه لاندی اوله لاندی څخه دی اسمان ته پورته کوی
--وروره پدی خبره خومی سرخلاص نشو دلاندی څخه خو به اسمان ته دګمرک له برکته سړی پورته شی خو دا داسمان نه لاندی ځمکی ته راولویدل څنګه دی ؟
-- ته صبر وکه چی زه حاشیه وګورم دادی پیدا می کړ په خاشیه کی لیکل شوی دی که دی لین لوټولو چارواکوسربرابرو اوهرچا ته دی خپله برخه په ایمانداری کورته رسوله بیا خو له ځمکی څخه به اسمان په طرف ځی اوکه نیت دی بد شو اوپدی فکر کی شو ی چی میم زرما ټوله زما بیا دی حاسدان ډیریږی او له اسمان څخه دی لاندی ځمکی ته راغورځوی اوس پوه شوی ؟
-- پوه شوم چی دکارخبره دی وکړه مخکی لاړشه نورڅه دي ؟
-- مخکی دا راغلی چی داوظیفه اوس څنګه پیدا کیږی داداسی پیدا کیږی چی اول خو ددی وظیفی پیداکول دجوالی توب څخه شروع کیږی کله چی دی دجوالی توب په دوران کی دکمیشن کارانو سره اشنایی پیداشو نوهغوی به درته دخپلی وظیفی دپیداکیدو لاری چاری دروښایی بیا چی کله کمیشن کارشوی نوبیا به دی له مامورینو سره تعلق پید ا شی کله چی له هغوی سره دی تعلق پیداشو نوبیا ته کولای شی چی له یو مامورڅخه په ازاد ډول پوښتنه وکړی چی څنګه دلته رسیدلی یی هغه به درته ټول دخرڅلاو ځایونه دمکمل ډالری نرخونو سره درته وښایی بیا دی خپل زوراوتوان ته ګوره اوورځه پی اوکه پیسی درسره نه وی نوبیا ګوره چی وزیرصایب په کوم ګوند کی دی دهماغی ګوند غړیتوب حاصل که بیا دلږ سفارش سره کولای شی چی په ګمرک کی وظیفه ترلاسه کړی اوس پوه شوی؟
-- یره وروره له ماموریته یی تیرزه که ترکمیشن کاری ام ورسیږم بس دی زه به ډیرو موټرو اوکورو څه کوم فقط چی دیو لوکس کوراویو موټرخاوند شم ام ډیره ده های خدایه اوس به داجوالیتوب څنګه پیداکم چی بیا کمیشن کارشم
سړی له خپله ځایه جګیږی اووایی وروره اوس دی فکرخپل دی زه درنه لاړم
( سړی پاڅیږی بیا وایی ) طنزونه واخلی طنزونه نوی طنزونه خوندورطنزونه هله ژرشی واخلی چی خلاصیږی طنزونه واخلی طنزونه هله ژرشی

موضوعات مرتبط: طنزونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:2 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
یوه ورځ ملا نصرالدین له یو چا څخه پوښتنه وکړه چې کله څوک مړ شي څنګه پوهیږي؟
هغه سړي ورته وویل:
چې څوکم مړ شي لاس او پښې یې سړیږي.
یو وخت ملا نصرالدین یو ځای ولاړ وو چې هلته واوره شوي وه او هوا  ډیره سړه وه او دملا لاس او پښې ساړه شول.
ملا ځان سمدستي پرځمکه واچاوه او ویویل: اخ زه خو مړ شوم!

 


موضوعات مرتبط: طنزونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 14:0 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

دوه لافوکان سره ملګري شول.
لومړي لافوک دوهم ته مخه کړه او ویویل:
زما پلار یوه داسي لویه غوا لري چې په یوه غره ودریږي د بل غره د څوکي واښه خوري.
دوهم لافوک هم تر لومړي کم نه وو او په لافو یې  خوله پرانیسته.
زما پلار داسي یو ستر دیګ لري چې لس مسګران یې سپینوي یو مسګر  د بل  غږ نه اوري.
لومړي لافوک دوهم ته مخ کړ او ویویل: دا دومره لوی دیګ څه په درد خوري؟
دوهم  لافوک  ورته وویل: نو چې دومره لوی دیګ نه وي ستا د پلار د غوا غوښه به په څه کې پخیږي؟



موضوعات مرتبط: طنزونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:59 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
تازه له هريپور کمپ څخه د جلوزو کمپ ته راغلي وو او هره ورځ مو د مجاهدينو په لاس ازاد شوي وطن ته د تګ شيبې شمارلې .

انتظار ډېر تريخ وي  او هغه هم چې کله اوږد شي ، زه چې کله مهاجر کېدم  د شاوخوا پنځو کلونو وم او بيا له  ١٢ ټولګي څخه  دمهاجرت په دوره کې فارغ شوم .

 مهاجرت ډېر تريخ و،  هره شيبه به وطن را يادېده ، کله چې به مې چېرې روانې  اوبه وليدلې څنګ ته به يې کيناستم  او د خپل کلي تنده به مې پرې ماته کړه .

 

 يو شي هلته ډېر ښه و او   هغه دا چى هغه  مينه چې موږ مهاجرو په خپلو منځونو  کې لرله اوس دلته  د خپلو خپلوانو منځ  نشته او دا ځکه چې هلته هدف يو، و.

 

  که څه هم په هريپور کمپ کې زموږ ګاونډيان ټول د نورو ولايتونو وو  خو دومره سره خواږه وو لکه ټول چې مو نږدې خپلوان  وي ، د اخترونو په ورځو به څو ورځې حجر ې   له ميلمنو ډکې وې  ،  لکه ګلدان کې چې رنګارنګ ګلان ايښي وي  ، دهرځاى او ژبې خلک به سره راټول وو .

 

 ١٣٧١ کال لومړى ورځې وې چې هريپور مو پرېښود ، په اټک را واوښتو او د جلوزو د استقلال کمپ ته راغلو .

دلته موږ په يوه کرايي کور کې اوسېدو ، کور له هديرې او يوه  خوړه چې کاڼي يې يواځې د باران له او بو سره اشناو ،   اخوا و .

چې کله ور تلو نو په يوه سور ږيري او نوراني سړي مې  سترګې ونښتې ، ورور مې ويل دا  زموږ استاد دى او مولوي رحيم الله زرمتى نوميږي ، دده نوم مې په ذهن کې و او هغه وخت مې بيا را ياد شو  چې کله په کابل کې د اطلاعاتو او کلتو ر وزارت کې ور سره مخ شوم ، هغه مهال دى  ددې وزارت مرستيال و.

 

 موږ چې دې کورته راغلو لوى اختر ته ايله څو ورځې پاتې وې ، ماته د هريپور وختونه را ياد شول ، د اختر لپاره مې   ښه پرېمانه وچه ميوه ، کلچې او کيک راوړل ، د هريپور په فکر کې وم ، خو باور وکړئ ټوله ورځ مې سترګې ستړې شوې خو هيچا زموږ دروازه بيرته نه کړه ، شايد دا هم د تنظيمي ماحول برکت وو .

  سبا بيا تر يوه وخته په تمه وم ، څوک را نغلل  له کوره ووتم ، په مخامخ هديره ورګډ شوم .  هر قبر ته دريدم او د اختر مبارکي مې  ورکوله .

هديره له بيرغونو  ډکه وه  او داسې شور يې کاوه  لکه د مرغانو سيل چې تېرېږي . له ځينو قبرونو اوسپنيزې پنچرې را تاوې وې او  ځينې بيا همداسې عادي وو .

 د هر قبر شناخته مې کتله ، د شهيد عمر ، ځاى او د شهادت نېټه مې له سترګو تيروله ،  حيران وم ماويل که ټول پغمان دلته ښخ دى او هلته به هيڅ ځوان نه وي پاتې .

  څومره چې مې سترګو کار کاوه ، بيرغونه او قبرونه مې ليدل ، بيرغونه ورخطا ، ورخطا رپيدل او داسې يې ښودله چې په کې پراته جسدونه د خپلې سرښندنې په پايلو شکمن دي .

 

 لږ وړاندې لاړم ، هلته درې خړو قبر ونو ته  چې د تيږې وړې شناختې پرې ښخې وې  پښه نيولى شوم ، په شناخته په شين رنګ  ليکل شوي و ، عبدالله عزام او دواړو غاړو ته يې د زامنو ( محمد او ابراهيم ) قبرونه وو .

يوه شيبه ودرېدم ، حيران وم  ،   ژوند راته يوه عجيبه تماشا ښکاره شو ، ماويل چېره نازولي  عرب   او چيره دا خړه دښته ؟

 فلسطينى عبدالله عزام  ستر عالم او ليکوال  و ، خو خپل ارام ژوند يې پرېښې و او مجاهدينو سره اوږه په اوږه د سره ځواک پر وړاندې جنګېده .

دغه عرب د   ١٣٦٨ کال د ليندۍ په ٣يمه ،  له خپلو زامنو سره يو ځاى په پېښور کې په داسې حال کې چې جمعې لمانځه ته روان وو ، په يوه چاودنه کې شهيد شو .

 

  لمر په ډوبېدو وو  ، خو لا  له شهيدانو سره زما د اختر مبارکي نه وه  خلاصه شوې ، هغوى هير کړاى شوي و ،  ځکه ټول ماته  په تمه وو او  بيرغونو يې راته د راتګ بلنه را کوله   .

نور ستړى شوى وم ، ولږې او تندې سست کړى وم د ګام پورته کولو وس مې نه درلود ، ټوله ورځ مې هديره کې تېر ه شوې وه .

  يو لوى قبر ته  مې ډډه ووهله ، دغه قبر نه   شنه اوسپنيزه پنجره  را تاوه وه او جنډې پرې رپيدلې .

 

کله به مې مخکې پرتو سلګونو شهيدانو ته کتلې  ، د هغوى تنکى ځوانۍ به مې ذهن کې تصوير شوې ،  زړه به مې ډک شو چيغه به مې ستونۍ کې تاوه راتاوه شوه خو چې شونډو ته به مې راغله ،   يو دم به   غلى شوم او يوه بله څپه به مې په ذهن راغله ، ځان سر ه به مې ويل :

 

که دغه قرباني نه وى او دا هديرې په شهيدانو ډکې نه وى ، اوس به ټول  د سره ښکيلاک تر ګونډو لاندې وو .

خير دى ، ددوى وينو رنګ راوړ ، د سره پوځ تالي څټي هم ختم شول او دادى واک مجاهدينو ونيو او  د شهيدانو ارمانونه پوره شول

خو حالات بل ډو ل شول ، هغه  خلک چې  في سبيل الله جهاد ته يې ځوانان را بلل  د قدرت   په نشو کې ډوب شول .

له هغه وخته دادى  ډېر کلونه تېر شول ، خو چې اوس  کله پارلمان  او يا نورو غونډو کې  د هغو ډلو مشران  خوا په خوا په څوکيو ناست ووينم د کومو تر منځ چې دغه شان هديري ډکې  شوې ، زړه مې را ډک شي  خو دا ځل هيڅ داسې ارمان په مخ کې نه وينم چې زړه پرې ډاډه کړم او د ژړا مخه ډب کړم .

 


موضوعات مرتبط: لندی کیسی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:55 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
      
    نورنوزموږ زاريواوټينګارهېڅ ځاى نه نيوه پوليسودمهاجرودکمپ مشرته دوه ورځې وخت ورکړى ووچې کمپ خوشي کړي اونورنو خپل وطن ته ستانه شي که نه دريمه ورځ سهاربه يي جونګړې له کاليوسره يوځاى په بلډوزرونوونړوي پلارمې هم ديوروورځوپه خلاف  ډېر خواشينىنه وودماښام له ډوډۍ وروسته مې يي مورجانې ته په دې قناعت ورکړچې پردى کټ ترنيموشپووي که نن نه وى نوسبابه خامخاپوليسو دغه کورونه ورانول خپل کلي کورته به لاړشو اوورانې ځمکې به له سره ابادکړو دلته هسې هم چندان دانسانانوزنده ګي نه لرو بس يوازې ژوندي پاتې يو اودجګرووېره راسره نه شته .
       مورمې سوړاوسېلى وکړاوماته يي وکتل
 سړيه ددوى تاليم ماليم به څنګه کېګي خدا ى خبر هلته به وشي اوکنه ؟ هسې زماغوندې بې سواده پاتې نه شي
  موربه مې پلارته سړى ويلو اوډېرځله به ماته پد ې خنداراغله خونن خندامندانه وه زه هم وېرې اوزهني کشمکشونولاندې کړى وم
   پلارمې دورته ډډ ه ووهله اودتيلي څراغ په رڼاکې يي ماته وکتل
 بچيه !اوس په ښه بدپوهېږې دومره څه دې زده کړې چې يومامورميت وکړى شې
سباته چې لاړې دمکتب نه دې کاروبارخلاص کړه نورنو بايدپه يوه بله تمه پاتې نه شوڅومره زرچې داوطن پرېږدو ښه به وي
   پلارمې ستړى وواودمورمې هسې فکرخراب وو زه هم دې فکرونو په مخه کړى وم  چې څنګه به هغه ټاټوبى  هېرکړم چې خاپوړي مې په کې کړې دي همزولي اوملګري په کې لرم په خاوروکې مې يي لوبې کړې ښوونځى مې په کې لوستى داراته ترټولو سخته خبره وه چې دومره زرهرڅه هېرکړ م  خوددېسره سره دښارپه کوڅواوښوونځيوکې خلکودمهاجرمهاجراوبې وطنه نارې پسې وهلې اوځان راته ددې ټولوسره سره نااشناښکارېده
 په همدې فکرونواوديوه ناليدلي کلي په لوردستومانه سفر خيالونو دخوب څپه راباندې راوسته اوپه پردي هېوادکې دخپل اولس کلن ژوند ټول يادونه زماپه زهن کې دفلم په دسحنې په څېروګرځېدل
 سهاروختي له چاى خوړلو وړاندې دښوونځي په لوري لاړم دکان ته په رسېدو مې پلارراباندې غږ کړ

والکه ! نن دې ټول کارونه خلاص کړه چې دکورپنډ ې تړو نورنوهغه هم ددکان په کارون مصروف شو اوزه دښوونځي په لورپه نهيلي زړه روان شوم  دښوونځي له دروازې نه وم ننوتلى چې دپوليسو ګاډى ودرېده اوراضيه ترې راښکته شوه هغه زماټولګيواله وه پلاريي دپوليسوغټ افسرووراضيه به دڅورلسو پنځلسوکالووه خو خوماغوندې هلکان ورسر ه دماشومانوغوندې ښکارېدل هغه هم ښکلې وه اوهم يي په درس کې په ټول صنف ېک سيال نه وو

 که څه هم زموږ ښوونځى دډېروشتمنو کسانولپاره نه وو خوپلاريي ددې لپاره دلته راوستې وه چې يوورته ښوونځى نږدې وو اوبل داچې په ښونومروفارغه شي
   راضيي په تېروڅوکلونوکې زماسره ډېر بدچلند کاوه مهاجر اوغبي به يي بللم که هغه مې دزړه نه نه خوښېدى نه کله به مې يي هم داکنځلې اوله سپکاوې ډک الفاظ نه ووزغملي خو ښکلايي زه په هرڅه ړوندکړى وم  همدغه ويرې چې بيابه راته ښکنځل وکړي زماله لپاره دهغې دمينې اظهارګران   کړى وو

  زماليدويوه شېبه تم شوه اوله مسخرواوټوکو په ډکه لهجه يي راباندې غږ کړ
مهاجره !چې په کورکې مو چاى ماى نه پيداکېږي چې دومره وخي راغلې  .......نه جي غلطه شوم  پروپيسران خوتل خپلودند و ته وختي حاضري ورکوي هسې نه چې کومه زمه واري ورباندې راشي که سنګه ؟
  زمازړه له درده وپړسېده په سترګوکې مې اوښکې راډنډشوې اوځان راته ديوه بې ضرورته انسان په څېرښکاره شو نورنه هغه ماته يوه ښکلې نجلۍ نه ښکارېده هغې په تېر وڅوکلونوکې هر ساعت ماويوڅونورومهاجروته دخپلوملګروپه بدرګه داډول خبرې کولې خوموږ به په عاحزۍ په غوږونوکې مالوچ منډلي وواوپه يوه پردې هېوادکې مودخپلې بې وسې ننداره کوله  زمادنورومهاجروملګروکډې چې لاړې بيانوز ه دهغوى لپاره دساعتېرۍ يوه ښه لوبه وم
    په ژړغوني اوله تاثره په ډک اوازمې ورباندې غږ کړ
    راضې نورنوبس دې سباکه نه وي نو بل سبا ستاسې له ملکه دتل لپاره ځم داښوونځى به يوازې تاته پرېږدم يوازې نن ورځ اجازه راکړه چې خپل اسناد له ادارې څخه ترلاسه کړم
   دراضيي په رنګ کې ناڅاپي بدلون راغى ځاى په ځاى حيرانه پاتې ودرېده خوزه مخامخ ادارې ته لاړم خپله غر يضه مې ورکړه اوپه انتظارکښناستم دادارې له لويي کړکۍ مې کتل چې ټول زده کوونکي له لين وروسته ټولګيوته روان شول خوراضيه وړاندې ادارې ته مخامخ ترونه لاندې حيرانه ولاړه وه اوله سترګويي مړې اوښکې روانې وې په څوساعتونوکې کارخلاص شو له مديرصيب اونوروښوونکو سره مې خداى پاماني وکړه مخامخ خپل ټولګي ته دخدا ى پامانۍ لپاره روان شوم خوراضيه لاهم دښوونځي په انګړکې ترونه لاندې ولاړه وه اوزه يي دسترګوله کونجونوڅارلم کله چې ټولګي ته ننوتم داهم راپسې راغله له ښوونکي اوټولوټولګيوالو سره مې مخه ښه وکړه راضيه هم په خپله څوکۍ ناسته وه دښوونکي په ځاى يي له حسرته ډکې سترګې په ماکې خښې کړې وې

   کله چې له ټولګي وتم نودټولو په سترګوکې  حتې دهغوهم چې زه يي مهاجراوبې وطنه بللم  اوښکې وځلېدې له وره مې چې دباندې قدم کېښود بې اختياره مې دراضې غږ غوږونو  ته ورسېد
     حميده جانه ! کډه موڅه وخت ځي ؟
  داغږ دومره بې اختياره دهغې له خولې ووت چې نه يوازې مابلکه ټولو ناستو زده کوونکو په حيرانۍ سترګې ورواړولې دراضيې په څيره کې دپرېشانۍ اواضطر اب نښې له ورايه څرګندې وې بله داچې دالومړى ځل ووچې مايي له خولې نه په دومره نازدمهاجريابې وطنه په ځاى خپل نوم اورېده ځان مې ناګاره کړ اوپه خپله مخه روان شوم
 دويمه ورځ سهارمهال زموږ کډې په يوډول بهرنيو لاريوکې چې ټولې په يورنګ وې اوپه ترپالونويي سرې ټاپې پرې لګېدلې وې بارشوې اودپوليسودګواښ سره سم بلډوزرونه راورسېدل دکمپ له دروازې چې وتم دلارۍ له پاسه مې راوکتل لاندې راضيه په دروازه کې ولاړه وه دپلاستيکي ګلونو اوڅونورې کڅوړې يي په لاس کې وې اوپه حسر ت نيولې څېره يي له ساتونکو کمپ ته ددننوتلواجازه غوښته خوزموږ دکډې لارۍ په ډير ه بيړه روانه شوه دلومړي ځل لپاره مې حس کړه چې هغې نورداهېرکړي چې زه يو مهاجراوبې وطنه يم

  ١٨\٢\١٣٨٨  


موضوعات مرتبط: لندی کیسی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:54 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

له څه مودې راهيسې ما د برکلي د تورجان په دوکان کې کار کاوه هغه چې د کلي خلکو توری ماما باله د ډيرې نيستۍ له کبله له کوم ليرې ځايه دې سيمې ته راغلی و.
توری ماما په خټه پښتون هم نه و خدازده چې په قوم او ټبر پورې تړلی و له څه مودې راهيسې يې بر کلي ته کډه راوړې وه او همدلته يو کس پرې زړه وخوږيده او خپله لور يې ورکړه که څه هم چې نالوستی وخوډيرزيارکښ اوچالاک سړی و هغه لومړی د خپل خسرپه مرسته يو کوچنی دوکان پيل کړخوپه څوکلونوکې دغه دوکان لوي شو.

په دوکان کې ورسره د هغه خوريې هم کارکاوه کرارکراريې ژوندښه شواو دشتو اوکورخاوندشو،خوله هماغه لومړيو ډيرد بدې خولې خاوند و سمه خبره يې چا نه وه اوريدلې تل به يې تريوتندی نيولی و په لاره به چې روان و له ډيره کبره به يې اسمان ته کتل د چا لږه ترخه خبره يې په سپکو سپورو ورغبرګوله د هغه هرډول غبرګون ترخه اوبده خبره وه که به څوک ورسره په ښه توګه هم غږيدل ده په تونده ځواب ورکاوه ،که څه هم د کلي خلکوښه نه ايشيده خو يوازې له دې امله چې دلته پرديس و ټولوښه چلندورسره کاوه که څه هم توری ماما دښولايق نه و، کليوالو دهغه د خوريې په خوله ماماورته ويل او په توري ماما مشهور شوی و.
د هغه دوکان په څوکلونو کې دومره لوي شو چې هرڅه اوهرډول شيان پکې موندل کيدل ، دوولسو کسانوپکې کار کاوه ، په دغو دوولسو کسانو کې درې څلور بيا د توري ماما خاص غوړه مالان و چې غوړه مالي او پر يوه او بل تورونه لګول د دوي ورځنۍ دنده وه ، دوي به هره شيبه هغه ته ديوه اوبل په اړه غيبتونه کول ،ډيرکارما او يو څو نورو اخلاصمنو کاوه دوي هم دژوندانه ستونزو دې ته اړکړي و چې له داسې يوه ناوړه انسان سره کاروکړي .
شپې ورځې يو په بل پسې تيريدې او د توري ماما شتمني هم د وخت په تيريدو سره زياتيدله اوس هغه تورجان نه و چې يو وخت يې ټؤله شتمني يوازې يوه ډنګره خره وه ، اوس يې موټر تر پښو لاندې و د کور او ارګاه بارګاه خاوند و.
توري مامايوازې دوه لوڼې لرلې اوخداي د ده کنجوسۍ اوکبرته کتلي و اوزوي يې نه وپرې لورولي که څه هم د مسلمان لپاره بايد د زوي او لورکوم توپير نه وي خو د هغو ځينو خلکولپاره چې تل د ښو ميړو خبره ورته مطرح وي اوبيا خداي زوي نه وي پرې لورولاي نو ډيره ورته ګرانه وي اوپرنوروچې زامن لري ددغه رازکسانونيت بد وي اوخداي يې په دې توګه کړوي ،شپې ورځې اوکلونه يوپربل پسې تيريدل ، ماچې کله هم غوړه مالي اوغيبت نه و کړی او تل مې هرچيرته په خاصه ايماندارۍ او اخلاص کارکړی و د همدې زيارله امله په خپل کارکې بريالی هم وم خودلته بيا حالات بل ډول وهغه څوک مخکې وچې ښه غوړه مالي اوپريوه اوبل تورلګولوکې يې ښه وړتيالرله ،ځکه له دوو دريوکسانوپرته نورداسې کسان سره راټول شوي وچې هره شيبه به يې ديوه اوبل په اړه سپکې سپورې ويلې اوچې دوه به سره يوځاي شول دهغه دريم کس غيبتونه اوپه هغه پسې به يې بدويل خوزه د دوي له دې چارچلنده ډيرکړيدم په لومړيووختونوکې به مې کله ناکله ورته نصيحت وکړچې داداسلام اوانسانيت پرخلاف کارونه مه کوئ ،داسې کارونه دانسان شخصيت ته زيان رسوي خوکله چې په دې پوه شوم چې ددغوکسانوزړونه له پليتيوډک شوي نورنومې يوازې خپل کارکاوه اوله يوه سره مې هم له سنت سلام پرته بله خبره نه کوله، کرارکراردتوري ماما او د هغه د نورو غوړه مالانو چارچلندراسره بدليده هغوي به ټوله ورځ توري ماما ته غيبتونه کول خو له دې امله چې ډيرکارماکاوه اوپه ښه توګه مې خپله دنده ترسره کوله ددوي حسادت او کينه راسره زياتيده.
توري مامادومره زماپه اړه ددوي خبره نه اوريده خودوخت په تيريدوسره دوي توری ماماهم زماسره مخالفت ته اړ کړ.
لنده داچې خبره دې ته ورسيده چې يوه ورځ يې غوړه مالانو راته وويل : توری ماما درته په غوسه دی او له دوکانه دې وباسي ما د هغوي په ځواب کې همدا يوه خبره وکړه چې روزي خداي سړي ته ورکوي ترکومه وخته مې چې دلته نصيب وي وم به او که نه وي پروا يې نلرم اوزه نه غواړم چې تاسوغوندې په بې غيرتۍ کې دلته کاروکړم اوهره بې عزتي اوسپکې سپورې وزغمم زه صادق مسلمان يم په همدې سره له دوکانه ووتم زمادغه خبره دتوري مامادغوړه مالانوپرسرلوي ګوذار وله ډيرې غوسې اوقهره يې رنګونه تک سره شول .
زه پوه شوم چې سبابه هرومروداسې يوکاروکړي چې توری ماما راته په غوسه کړي ، خوبيابه مې هم له ځان سره وويل هغه خوهم بايدپه ريښتيا ځان پوه کړي بيا داچې يوبل کس هم په دې دوکان کې زماپه شان په صداقت اواخلاص کارنه ورسره کوي .
خوزمادغه اټکل سم ونه خوت سبا چې کله دوکان ته د نوروورځو په شان ورغلم توري ماما د سنت سلام ځواب رانه کړزه پوه شوم چې غوړه مالانويې بيا ډډ کړی، په تونده بڼه يې راته وويل : نوردلته کارنشي کولاي ورځه زه ستاپرځاي بل کس نيسم .
ماچې هرڅومره ورته وويل چې يوځل خوزماخبره واوره خوهغه يې دومره هغه دچاخبره چارچ کړی وچې زه يې خبرې کولوته پرې نه ښودم ، او له دوکانه راووتم .
دغبرګولي اا مه دماښام اوه بجې اولس دقيقې


موضوعات مرتبط: لندی کیسی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:52 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
ورځني لوست  پيلېدا ته لا څۀ نا څۀ نيم ساعت وخت پاتې و،نۀ پوهېږم د څۀ لپاره لۀ ټولګي څخه  راووت  زۀ ورته ځير وم،  چې لۀ دويم پوړ څخه لومړي پوړ ته پۀ ګوزېدو و، خرامانه  روان و.

 خدای خبر  کومو سوچونو پۀ مخه کړی و، چې ناساپه يې  ټکروکړ.  زرين هک پک اريان ودرېد، چې ويې کتل سترګې يې د يوې ښکلې پيغلې د دانه دانه  ذلفو په  ليدو وبريښېدي. د هغې د لاس کتابونه په پوړۍ کې داسې خواره واره  ولوېدل،  لکه د مني باد چې د چنارپاڼۍ  رژولې او هر لورته  يې خورې کړې وي. دغسې يوې نادرې او شوخې پېښې د زرين پر شونډو د چوپتيا مهر ولګوه، لکه  بوت  پر خپل ځای ولاړ و  او مقابل  لورې  هم داسې  ترهېدلې وه،  لکه کوتره چې د ښکاري له  ډز نه بچ شوې وي.

دواړو  په يو  بل کې سترګې داسې سره ښخې کړې  وې ، لکه دوه غليمې خواوې چې پر يو بل د بريد کولو لپاره ماشه پۀ ګوته ناستې وي.  په  پوړۍ کې محصلين تېرېدل راتېرېدل  هر چا دوې ته کتل،  چې څه پېښه شوېده او که  د فلم  شوټنګ روان دی؟  کابل پوهنتون  داسې ځای دی،  چې څوک د چا پر کار کار نۀ لري.  شېبه وروسته انجيلا پۀ داسې حال کې چې شونډې يې رپېدې،   ښايي څۀ به يې ويل،  خو غږ يې لۀ خولی راونه وته ، لکه خپسه  چې پرې ناسته وي.   په  يو شواخون انجيلا خپل کتابونه راغونډ کړل او پرته  له  څه ويلو د خپل ټولګي په  لور روانه  شوه.

زرين هم بېرته  راوګرځېد  او له دلۍ دلۍ خيالونواو چورتونو سره خپل ټولګي تۀ ورننوته.  زرين د افغانستان د يوې لرې کليوالې سيمې اوسېدونکی و، د خپلې سيمې له  يوې لېسې څخه تر فارغېدو وروسته د کانکور پۀ ازموينه کې د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي ته بريالی شو. هغه پخپله سيمه کې د يوې غريبې کورنۍ ځوان و، پلاريې پرته لۀ  يو څو پولواو پټيو څخه  نور څۀ نۀ درلودل،   هماغه و چې پۀ پوهنتو ن کې يې زده کړې پيل کړې.

زرين ته پوهنتنون يوه بله دونيا وه،  د ښوونځي پر عکس دلته په  پو هنتون او ټولګي کې ورسره  په درجنو درجنو جنوکۍ هم پۀ زده کړو بوختې وې.  وخت و تېرېده  د لومړي سمستر ازموينې راورسېدې،  زرين ورته ښۀ تياری نيولی و په پايله کې پخپل ټولګي کې دويمه  نومره بريالی شو، د هر چا له خوا وستايل شو.

د څو ورخو رخصتيو پۀ تېرېدو دويم سمستر پيل شو. د پوهنتون چاپيريال او هلته چې څه  تېرېدل په زرين يې ډېره اغېزه وکړه، ځکه هغه به ليدل چې د پوهنتون په  بيلابېلو برخو کې هلکان  او نجونې  سره ناست وي، يارانې دې،  مزی او چړچۍ دي.

 يوه ورځ يې له خپل يوه ټولګيوال جواد سره خبره شريکه کړه،  ورته يې وويل: ياره عجيبه کار دی دلته هر چا ځانته يوه انډيواله پيدا کړېده ورسره چکرې وهي او له  تاسره مې هم يوه ليدلې ده،  خو له ماسره څوک ان  تش د خولې خبرې هم نۀ کوي انډيوالي خو پر خای پرېږده.  جواد د زرين په  دې خبره په کړس کړس وخندل او ورته يې وويل: د ظالم بچيه ته چې په پرتوګ او کميس کې ګرځئ او ږيره دې هم پرېښودې  ده،  ورسره دې سپينه خولۍ هم لکه القاعده پر سر کړېده تا چې خلک په پوهنتون کې پرېږدي هم  لا ډېره ده.

 د جواد دې خبرې زرين داسې تاو راتاو کړ لکه منګري ما ر ، چې  چيچلې  وي. د زرين شونډې په خوزېدو وې  غوښتل يې چې څۀ ووايي،  خو جواد پرې رامخکې شو او ورته يې وويل: زرين جانه زۀ منم چې کميس پرتوګ زموږ ملي ارزښتونه  دي او خولۍ او او ږيره زموږ مذهبي مقدس ارزښتونه دي، خو دلته خبره بل ډول ده.

 دلته نجونې هغه هلکان خوښوي، چې لوکس وي د ورځې په مود او ټيپ وګرځي که  غواړې، چې انډيواله پيدا کړې، نو داسې کار وکړه چې اول خو به څو جوړه لوکسې دريشسانې واخلی نيکټايي ورسره او که خواشينی کېږي نه،  نو ږيره او برېت به هم ورسره  چټ او پټ کړې،  بيا نو ګوره چې انډيواله پيدا کوې کۀ نۀ ؟ خو يوې خبرې ته دې پام  وي ، چې دا انډيوالانې په ډبلو خرچو پالل کېږي.

 زرين چې يو اړخ  خپل کليوال ژوند ته کتل او بل خوا د ځوانۍ هوس  نو په دوو کې حيران و، هغه د چا خبره   يو خوا پانډ او بل خوا پړانګ و.

 حالات داسې و چې دزرين نورو کليوالو ملګرو هم څه  موده وروسته په پوهنتون کې درېشيانې واغوستې،  ځينو خو يې ږيرې هم وخرېيلې،   نو ده  هم دا پرېکړه  وکړه ، چې ځه مړه   دلته به همداسې يم او چې کله کلي ته تللم يوه مياشت مخکې به ږيره پرېږدم .  له يوه اشنا هټۍ وال  نه يې پيسې پور کړې او هماغسې يې وکړل،  چې جواد ورته ويلي و.

 ميوند د زرين بل کليوال و، هغه  به  دی تل  له  دغه ډول کارونو څخه  منع کاوه، ورته ويل به  يې دا کارونه مه کوه  ما غوندی  د يوه غريب سړي زوی يې، پلار خوار  دې په  مزدورۍ ګټي او ته يې دلته  څه ډول مصرفوې،  دا کارونه  نتيجه نه لري،  خو زرين د پوهنتون د جنو کيو دا د کوناټو پرسر لنډو کميسونو ، لکه له  چرګ نه چې لکۍ وباسی داسې  مست کړی نه و،  چې د ميوند خبرو به لارې ته راوستې وی.  يوه شپه ورته جواد  په  ليليې کې ږيره او برېت په  خپل ماشين وخرېيل او  پۀ ويښتانو خو يې لا له پخوانه ګوتې وهلې وې.  سهار وختي له خوبه   پاڅېد،  د مرکزي  ليليې د تشنابونو په يخو او بو يې ځان ومينځه،   دريشي ېې له نيکټايي سره واچوله.  اوس  نو  زرين  هغه  د بانډې  زرين  نه و، د هغه جګه پزه ، غټې سترګې ،د هغه د مخ له ګرد ټيکلي سره داسې  روښانه مالومېده لکه د باليود فلمونو لوبغاړی،  له  نورو ملګرو سره يوځای د پوهنتون په  وره  ورننوته .

  هر څوک خپل پوهنځي ته ولاړل زرين  هم  په  ډېر غرور خپلې پوهنخۍ ته ورننوت ،  دومره په هوا و چې له انجيلا سره يې په  پوړۍ کې ټکر وکړ. لۀ دغې پېښې وروسته د انجيلا خوږو ستر ګو،  غونډ منډمخ،   نری ملا په يوه څنډه د ويښتانو اړولو  د زرين  له  سترګو خوبونه تښتولي و.

 د دونيا هر کار ترې پاتې و،  له  ډېرو هڅو وروسته يې د خاله (  I love you ) په  رويبارۍ  له انجيلا سره ديارانې مزی وغزوه ،  ناسته پاسته پيل شوه.  دوی دواړه يو د بل په  مينه کې سره  دومره ورک شول،  چې د سها راته  بجې به د پوهنتون کتابتون ته ورننوتل،  نو  په  يوه بجه ترې راوتل،  هغه هم د بر ګر يا چپس خوړلو لپاره.

 ددوې د يارانې اوس نږدې دوه کاله تېر شوي و. د زرين پلار هم تر دي دمه د زرين  د مصارفو  پوره کولو لپار د خلکو ډېر پورړی شوی و، پلار ته به يې ويل کابل کې ګوزاره ګرانه ده،  کتابونه ، کتابجې ، نوټونه دا هر څه  پخپلو پيسو رانيسو،  کله کله خو په  ليليې کې هم دېګ په  خپلو پيسو کوو.  پلارخوار يې ددې لپاره ، چې د بې سوادۍ  دوپړ وهلی و،  هر ډول سختې يې پرځان منلې،خو  چې زوی  يې زده کړې وکړي .اوس انجيلا او زرين دواړه د ژورنالېزم پوهنځې په  درېيم ټولګي کې و،  توپير صرف دومره و،  چې يو په  درېيم الف او بل په  درېيم ب ټولګي کې و.

 زرين څو څو ځله خپلو ملګرو ته د انجيلا د اخلاقو د هغې د نرم خوی او مهربانۍ پۀ اړه  ويلي و، چې په همدغه لړ کې يې انجيلا ته هم څو ځله  د کوزدې  خبره تر غوږ تېره کړې وه،   هغې ورته صرف دومره ويلي و، چې لۀ پوهتنون څخه  فارغ شو بيا به ددې خبرې تړون کوو،  او زه خو ستا يمه  ته  مه  وارخطا کېږه.  زرين هم د همدغې ورځې د راتګ شيبې شمېرلې، کله کله خو به يې له  ځان سره ويل ، چې له  خيره  څلورمياشتې پاتې دي که  خدای فارغ کړم اوس خو نو د مطبوعاتو اورسنيو  ډګر هم ښه تود  دی ،په  يوه راډيو يا تلويزيون کې به دنده واخلم،  د ډالرو معاش به وي،  زما چاره هم پرې کېږي او پلارته به مې هم لېږم.  کله به يې ويل ، چې انجيلا هم کار وکړي او زه هم بس که خير وي په  لږه  موده کې به  دډېرې هستۍ خاوند شم.   په  همدغو  چورتونو کې به کله کلی او بانډه ورپه  ياد شوه  ويل به يې :  نه نه خلک به څۀ وايي چې پلانکی  په خپله ښځه کار کوي څونه بېغرته دی ،  يواځې زه کار کوم د خلکو پېغور ځانته نه پرېږدم.  د څلورم ټولګي د اخري سمستر ازموينې تېرې شوې،  د ژور نالېزم پوهنځي  رياست د همدغه کال د فارغو شوو محصلينو د فراغت په  اړوند د کابل ښار په ستاره هوټل کې غونډه ونيوله،  په  غونډه کې له  تشريفاتي خبرو ا وسپارښتنو وروسته محصلينو ته بري ليکونه ورکړل شول.  له  هر لور نه د محصلينو انځورنه اخيستل کېدل،  زرين او انجيلا هم لۀ مېز نه اوچت شول خپلو ټولګيوالو ته يې مبارکۍ وويلې،  دوی دواړه ګوښې ولاړل ، په خبرو خبرو کې زرين انجيلا ته په  خواږه او موسکا انداز کې وويل: زه به له  خيره درې ورځې  وروسته ددې خبرې لپاره  څوک ستاسو کورته  در وليګم،  انجيلا  په  مغرورانه انداز وويل چې ته بايد له  دې خبرې نه تېر شي دا کا رنه  کېږي.
 زرين ددې خبرې پۀ اورېد داسې هک پک شو،  لکه د لومړي ځل لپاره يې چې انجيلا سره په  پوړيو کې  ټکرکړی و. په  ډېرې خوارۍ يې ځان خبرو ته  را جوړ کړ ويې ويل:
_   ولې اخر څۀ خبره ده؟ ما خو دا درې کاله ستا پۀ نوم انتظار کړيدی،  ستا پر سر مې لۀ هر څه  نه ځان خلاص کړ، له تاسره مې مينه کړېده ، نه نه هيڅکله داسې نه شي کېدای ، زه به په مرګ هم له تانه بيل نه شم . لکه غومبسو چيچلي تاو راتاو شو،  شونډې يې وچيچلې او دا الفاظ يې له خولې ووتل:
_ او خدايه داڅه  وشول، داڅه ډول تقدير او برخه ليک دی،  انجيلا اخر زه به خپلو ملګرو ته څۀ وايم؟ انجيلا ورته وويل: ګرانه هغه زما د وخت  مينه وه، هېره يې کړه ، دوه ورځې مخکې زه مې د ترور زوی سره ، چې  په استرليا کې اوسېږي  نامزاد شوې يم .

١٣٨٤: ٤: ١٠      

احـمدشاه بابا مېنه


( يوه ښځه ده کابل  پوهنتون کې ګرځي د محصلينو تر مينځ پۀ دوو روپيو رويباري کوي، په خاله ( I love you ) مشهوره ده


موضوعات مرتبط: لندی کیسی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:51 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

(۱) مينه ده چې انساني ژوند ته يي پايښت اوبقا بښلې ده .
(۲) بې مينــې زړه داسې دى لكه بې خاونده كور چــــې هـرفقير اومـلنګ يي لـه دروازې څخــه بـينـوا تيريږي .
(۳) بې مينې زړه داسې دى لكه دسمندرپه تل كې كاڼى .
(۴) څوك چـې په مينه نه پوهــيږي هــغوي په ژوند نه پوهيږي .
(۵) هرڅوك چې دريښتينې مينې په سمــــندركـې ځـان لاهوكړي دخپل ريښتينې محبوب اودلبردمخ په جلووبه يي سترګې ولګيږي .
(۶) مينــه كول اسان كاردى ،خــودزړه ساتل ځانګړى هنرغواړي .
(۷) چاچې په ژوند كې مينه وكړه هغوئ له ژوندانه څه خوند واخيست

موضوعات مرتبط: لندی کیسی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:50 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

زرپاڼه په بيړه د کور شا ته روانه وه شا او شاوخوا يې وکتل څوک نه و. دهغه ديوال څنډې ته يې ډډه ولګوله ، چې لمر ورته مخامخ و .خپل په نکريزو سره ﻻسونه يې لمرته برابر کړل او د ځان سره يې وويل:خدای دې وکړي چې نکريزې مې ژر وچې شي او رنګ واخلي که ادې مې راشي او وګوري چې د کور کارونه مې تر اوسه سر ته نه دي رسولي خدای خبر چې بيا به څو لرګي راباندې مات کړي .
څو شيبې چې تيرې شوې خپل ﻻسونو ته يې وکتل په احتياط سره يې د ګوتو په سرو نکريزې لمس کړې چې وچې شوي که نه خو نکريزې ﻻ هم لندې وې.نارامه شوه په قهرجنه لهجه يې وويل:((سرخوړلې ښکلا ته مې وويل چې زه ﻻسونه نه په نکريزو کوم خو دې ليونۍ قسم راکړو اوس خو وهل ما ته برخه دي دا خو خپل کور ته ﻻړه.))
ما وګوره او نکريزې،موږ دواړه ډير سره لرې يو... په هر چا به اختر راشي خو په ما به بيا هيڅ کله هم اختررانشي.که مورکۍ مې اوس ژوندۍ وای زه به هم په سرو ﻻسو د همځولو سره ګرځيدای .
هر څومره چې وخت تيريدو زرپاڼه لاپسې اندېښمنه کيده،اخر يې ځان سره وويل :زه ځم ﻻسونه مې مينځم دا خو هيڅ نه وچيږي !
خپلو دواړو ﻻسونو ته يې په ځير سره وکتل ځان سره مسکۍ شوه او ويې ويل:
ښکلا هم عجب برکتي ﻻس لري داسې ښکلي ګلان يې زما په ﻻسونو باندې جوړ کړي،لکه درېښتني ګلان چې وي.خوارکۍ ډيره خواري يې هم وکړه که سبا مې ﻻسونه سپين وګوري خامخا به رانه خپه شي او خبرې به راسره ونه کړي .
زرپاڼه په همدې فکرونو کې ډوبه وه ورو ورو يې لمر وړانګو ته يې ځان هم توديدو او سترګې يې درندې کيدې.د شپې بې خوبي او د ورځې ستونزه پرې راخواره شوې وه خو دې هڅه کوله چې بيده نه شي او ځان يې سره راټول کړ .ټکری يې د ببر سر نه يو څه ښويدلی و تورښايسته ويښتان يې د لمررڼا ته ځليدل .زرپاڼې هڅه کوله چې په يو ډول سره خپل نيمه تورسر په ټکري کې پټ کړي خو بيا به د نکريزو د خرابيدو له سببه نه بريالۍکيده.په همدا ﻻنجه کې وه چې کوم چا ټکری يې ور پر سر کړ.زرپاڼه وارخطا شوه زر يې مخ واړولو تر څو وګوري چې دا څوک دی.
د هغه کس په ليدو سره يې په غټو تورو سترګو کې د خوشالۍ يوه بريښنا وليدل شوه خو ډير ژر بيرته تغييره شوه او په لړزانده غږ يې وويل :((ته بيا دلته څه کوې؟ما نه و درته ويلي چې موږ کور ته به نږدې نه راځې؟؟؟ زر ځه د دې ځای نه! که ادې مې تا دلته وويني زما وروڼو ته به ورغږ کړي نه به ته ژوندی يې او نه به زه .))
انګار په موسکا او مينه سره ورته وويل: ((د دې ادې نه خو به د ډيره ژر خپله کړم او خپل کور ته به دې راولم.))
د زرپاڼې په غنم رنګي ډنګرو اننګو کې سوروالی پيدا شو په داسې حال کې چې سترګې يې ځمکې سره جنګولې ځواب يې ورکړ:ته خو وايې او غواړې خو که څوک يې درسره ومني.
انګار يو څه زرپاڼې ته ورنږدې شو او په ډيره مينه يې ورته وويل: ((تر هغه چې ته زما نه شې زه به ارام ونه لرم.))
زرپاڼه له ډير شرمه خپل ځای څخه پاڅيده او کور خوا ته روانه شوه په تګ کې يې انګار ته مخ ورواړولو او ويي وي:((زه خو ﻻ وخته ستا وم او يم به!!!))
د دی خبری پای ته رسولو سره يې منډه کړه.انګار په خپل ځای کې وﻻړ و او د زرپاڼې خبرې او حيا نه يې خوند اخيست.بيا يې زرپاڼې ته ورغږ کړ:((که دا ځل دې ادې بيا مرکه خالي ﻻس راوليږله نو دا ځل دې تښتوم ځان دې تياروه!!!))
زرپاڼه د دې خبرو په اوريدو سره نوره هم منډه کې چټکه شوه او په وچو شونډو يې مسکا راخواره شوه.خو نا څاپه ځای پر ځای ودريده.انګار هم ورخطا شو د زرپاڼې په خوا راروان شو،خو يو لوړ او قهرجن غږ د دريدو امر ورکړاو په خپل ځای ودرولو.زرپاڼې په يو لړزانده غږ سره وويل: ((ادې زه اوس راتلم اوس ..اوس سمدستي ټول کار خلاصوم...))
ادې يې بې له دې چې زرپاڼې ته وګوري يا هم څه ووايې د ونې څخه يې يوه لمده لښته راماته کړه او د زرپاڼې په وهلو يې پيل وکړ.انګار نه شو کولی دا وضع وزغمي نو په غټو غټو ګامو د دوی پر خوا ور روان شو.يو څو ګامه يې ﻻ نه وو اخيستي چې د ادې غږ يې تر غوږو ورسيد چې ويل يې: ((هلکه موږ خو ستا د ﻻسه په شرمو وشرميدو د دې ځای څخه زر ورک شه که نه زامنو ته مې غږ کوم چې پښتو درزده کړي .))
انګار هک پک و چې څه وکړي خو زرپاڼه يې هم داسې نه شوه پريښودی بيا يې زړه کلک کړاو د دوی پر خوا ورروان شو.زرپاڼې چې پوه شوه انګار د دوی پر خوا ورروان دی نو د اوښکو ډکې سترګې يې انګار ته ورواړولې او ويې ويل: ((خدای ته ګوره د دې ځای نه ﻻړ شه!!! که نه زما وروڼه به دې ژوندی پرې نږدي ستا د زما پر سر قسم وي !))
انګار په ډير نه زړه او ځوړيدلي سر بيرته ستون شو.ادې زرپاڼه په وهلو وهلو کور ته د ننه کړه...
زرپاڼه ټوله شپه ويښه وه د ډير درده يې خوب سترګو ته نه ورتلو په ﻻسونو کې يې د نکريزو پر ځای پرهرونو نقشونه جوړ کړي وو.خپلو ﻻسو ته به يې وکتل او يوې يوې غټې اوښکې به يې پر مخ ﻻرجوړه کړه.بيا به يې د انګارهغه خبری په خيالونو کې په الوتو شوې چې ويل يې :تر څو چې زما نه شې زه به ارام ونه لرم . يوه شيبه به يې درد هير شو او په ژړا کې به مسکی شوه په زړه کې به يې د هيلو ډيوې ولږيدې .
سهار وختي تر ټولو د مخه پاڅيدله توده غوړه ډوډۍ او د شيدوچای يې هم تيار کړل ، د لوښو په مينځلو لګيا وه،چې يو سپين ږيري د اختر د لمانځه څخه راستون شو پر سريې ورته ﻻس کېښود او ويې ويل: (( بچی ظالمې ادې دې بيا وهلي يې ؟))
د زرپاڼې زړه ډک شو په داسې حال کې چې خپلې اوښکې يې په ډير سختۍ سره تم کړي وې په ژړغوني غږ يې وويل: ((نه باباجانه زه ..زه يې نه يم وهلي !))
سپين ږيري په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او ويې ويل: ((الله دې هدايت ورته وکړي زما خواوس څوک اوري هم نه ، دا ځناور زامن يې ما ته کوم واک هم نه راکوي.))دې خبرې په کولو سره په چټکۍ د کوټې پرلور روان شو.زرپاڼه څو شيبې پر خپل ځای غلې وﻻړه وه او په کوم سوچ کې ډوبه وه خو ډير زر يې ځان ته پام شو او په خپل کار بوخته شوه.
تر چای وروسته ټولو ځانونه تيار کړي وو چې د جبار ماما کور ته ﻻړ شي. زرپاڼې هم پاک کالي پر ځان کړل او چوترې ته راغله.ادې يې زرپاڼې ته ورمخ کړ او ورته يې وويل: ((زرپاڼې ټول خو نه شو تللی يو څوک خو به غوا او چرګو ته واښه ،دانې او اوبه ورکوي ته نن کور کې پاتې شه که زه پاتې شم جبار ورور به مې ډير خپه شي.))
زرپاڼه ډيره مايوسه شوه خو هيڅ يې هم ونه ويل بيرته کوټې ته روانه شوه خپل کالي يې بدل کړل او په کار بوخته شوه.د انګار په سوچو کې ډوبه وه چې يو دم غړب شو ټول کور يې ولړزولو.زرپاڼه وارخطا چوترې ته رامنډه کره اسمان ته يې وکتل، لوګي او د خاورو ګړدونه يې تر سترګو شول.په زړه کې يې د درد يوه څړيکه تيره شوه ځان سره يې وويل :
د اختر ورځ او دا حال ته ګوره بيا به د چا په کور کې د غم وير وي . ډيره نارامه وه ورو يې سر کوڅې ته ورښکاره کړ خو هلته هيڅ څوک هم نه و بيرته يې دروازه بند کړه او کوټې ته ﻻړه ځان سره يې فکر کولو چې بابا مې راشي نو به حال راته ووايي . ماښام خوا ته ادې د لورګانې او انګور سره کور ته راغلل خو نارينه څوک نه وو. زرپاڼه نور هم ورخطا شوه د ادې څخه يې پوښتنه وکړه چې بابا مې چيرته دی ؟ ادې يوه شيبه په زير سره زرپاڼې ته وکتل او په ځواب کې يې وويل: ((ﻻندې په کوڅه کې توغندی لګيدلی هلته تللي.))
د ﻻندې کوڅې دنوم په اوريدو سره د زرپاڼې زړه په تيزۍ سره په ټوپو شو.
ﻻندې کوڅه کې؟ ﻻندې کوڅه کې توغندی لګيدلی ؟؟؟
د ادې نه يې د ويرې نور کومه پوښتنه هم نه شوه کولی او نه هم په خپل ځان پوهيده. په زړه کې يې ايتونه ويل ځان ته يې تسلي ورکوله بيا به يې ويل :ﻻندې کوڅه کې خو د انګار کور دی...الله ته خير کړې ته مې انګار په هر اور کې وساتې ته يې راته محفوظ لرې.....
زرپاڼې شپه بيا په ناستي سبا کړه هيڅ چا هم څه نه ويل چې څوک ټپي شوي يا چا ته مرګ ژوبله اوښتي ده.بابا يې هم د شپې ډير ناوخته کور ته راغلی و.سهاروختي چې بابا د لمونځ له پاره چوترې ته راووتلو نو زرپاڼې زر ورمنډه کړه او ويې پوښتل: ((باباجانه!خيرت خو و؟ پرون لکه چې ډير ناوخته کور ته راغلې ؟))
بابا يې په ډير مات زړه سره يو سوړ اسويلی وباسلو او ځواب يې ورکړ: ((هو لورې پرون د حکيم صيب په کور کې وو ، د دوی پرکور توغندی لګيدلی .))
زړپاڼې چې د حکيم صيب نوم واوريد ځای پر ځای شخه شوه خپل د زړه اواز يې اوريدو په لړزانده غږ يې د بابا نه پوښتنه وکړه: ((بابا څوک خو به په کې لګيدلي نه وي؟؟؟))
د بابا سترګو نه يې اوښکو په بهيدو پيل کړی وو اوپه ژړغوني غږ يې وويل: ((د خدای کارونه دي په کور کې خو ټول وو نور ټول د الله په کرامت سره سلامت دی خو د حکيم صيب کشر زوی انګار يې ځواني مرګ شو.... ))

موضوعات مرتبط: لندی کیسی
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:49 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: عکسونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:47 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: عکسونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:40 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

موضوعات مرتبط: عکسونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:39 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

دكلو داميدونو سزا وارسوم ته را نه غلې
دوحشې نړۍپه غيږكي چي په دارسوم ته رانه غلې

لاترڅوبه يم تنهاپه دغه اوركي
چي ستي پرسره انګارسوم ته رانه غلې

ګرځوم به په سينه كي اوردميني
چي په ژوندكي ناقرارسوم ته رانه غلې

ستايادونويم په دې ژوند كي سېځلى
ستا په مينه كي اقرار سوم ته را نه غلې

اسويليوكي مي ستا فرياد ليكلى
چي رسوا پردغه لار سوم ته رانه غلې

ستادزلفوټال وژلى پرښكلا يم
له تيارې نه چي اظهار سوم ته رانه غلې

د[واكمل]گيله پيدا ستا پر وعدوسوه
چي كلونه انتظار سوم ته رانه غلې


    لښكرګاه


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:36 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده زموږ داميدو ډيوه
سوله ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړۍ بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون ده د بشر حقوق
سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله ده سمبوال دښځينه احساس
سوله دمعيوب دزړه ارمان غواړي
سوله د جنګونو اختتام نوم ده
سوله د يتيم د مخ خندا زيرۍ
سوله طبعيت ته دښکلا زيرۍ
سوله دقومونو اتحاد معنی
سوله مودکوځي پښتنخوازيرۍ
سوله هر مين ته د وفا زيرۍ
سوله د وړۍ مرغۍ هم هيله ده
سوله دژوندودن د تقاضازيرۍ
سوله مو دپيغلو د اوربل ګلاب
سوله مودځوان دژوند بقا زيرۍ
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تعبض بدلون غواړي
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله د حفيظ د ډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ(١) د ژوندشيبوارمان


دلته دځوانيمرګ ارمان څخه مطلب زما د شهيد وراره کوم چې په هالند کې د موټر په ټکر کې دڅلورو نورو افغاني ځوانانو سره يوځاې ددونيا نه سترګې پټي کړي ده


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:34 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده زموږ داميدو ډيوه
سوله ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړۍ بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون ده د بشر حقوق
سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله ده سمبوال دښځينه احساس
سوله دمعيوب دزړه ارمان غواړي
سوله د جنګونو اختتام نوم ده
سوله د يتيم د مخ خندا زيرۍ
سوله طبعيت ته دښکلا زيرۍ
سوله دقومونو اتحاد معنی
سوله مودکوځي پښتنخوازيرۍ
سوله هر مين ته د وفا زيرۍ
سوله د وړۍ مرغۍ هم هيله ده
سوله دژوندودن د تقاضازيرۍ
سوله مو دپيغلو د اوربل ګلاب
سوله مودځوان دژوند بقا زيرۍ
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تعبض بدلون غواړي
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله د حفيظ د ډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ(١) د ژوندشيبوارمان


دلته دځوانيمرګ ارمان څخه مطلب زما د شهيد وراره کوم چې په هالند کې د موټر په ټکر کې دڅلورو نورو افغاني ځوانانو سره يوځاې ددونيا نه سترګې پټي کړي ده


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:34 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
د غريــبې مـــور يـوه اوښــکه وم راتـــوی ســـوم
د انديــښــنو و د غـــمـــو ســــرې رالــوی ســــوم

که هسک په اسـمان کې په ســـتورو کــې ځلـــيږم
پورته و اســــمان ته د دې د دعـــا په روی ســـوم

خــــوا ته د مــقـــتــل ورســره ځــــم کــه ووايـــي
پرورش د دې زه د اســمـــاعـيل په خـــوی ســـوم

په خـولـــه يې اوبه کــړی د ګل غــوندې ســاتـلــم
خـوله خـوله وه دا چــې زه د مـــشکو بوی ســـوم

د حبــــش اوږه وي زمــا سـر نه وي داسې انځور
د کـعــبــې ريـزه ريـزه زه کـوکــۍ کوکــۍ ســـوم

ســهـار پر مــســله مـــې ولـــيدل خـدای و مــــور
قــــــربان تر دې منــظره زه لوګــی لوګــی ســوم

مـــــه پاڅــــېږه د شــــکر د ســــجدې څه سـميـــع
د خدای احسان دی پر ما مورې زه ستا زوی سوم


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:33 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]


 مونږه  د  خپل  وجود   قلا   کې  بې  تر  تیبه  خلک 
 مونږ   تل   د  مینې  نه  بې  برخې   بد  نصیبه   خلک

 چا ویل   چې  مونږ   یې  د  نظر  په  تول   پوره  وختو
   چا ویل   چې   مونږه  ته   هغه   وا  یې  محبوبه   خلک

  خدای  خبر  ولې  راته   بیا  هم  ډیر  معصومه  ښکاري
 هغه   حدود  نه   وتي  ستا  شان   بې  حدوده  خلک 

زمونږ  د  هر  احساس  وجود  کې  هتکړۍ   پرتې  دي
  مونږ   د  خوښیو   د  سندرو  نا محرومه  خلک 

  مونږ  د  ترخو  نه  هم   خواږه   جوړؤ  دا  به  منې  
ګنې   نو  تاسو  ته  څوک  واېی   خوش  اصلوبه   خلک 

 زمونږ   هنر   زمونږ   پیرزو  رنګونه   کله   راوړي 
  مونږه  د  دې  مکتب  درس   ګاه  کې   بې  مکتوبه   خلک

 زمونږ   د  پاره  منتخیبې  څو   نامې   نشته   دی 
  مونږ     د   خپل  ذات  په  دایره  کې  نا معلومه    خلک


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:31 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
پروا یی نه لرم برات وي که اختر تیریږي
زما ژوندون لکه دژمي ماذیګر تیریږي
پرون ناور له پیغلوډک ؤ کوچیان ټول دلته وو
نن یی کیږدۍ په اوښو باردي مساپر تیریږ ي
خالي یادو ته یی خوشاله یم چی مل مې وي تل
که نه جانان له ما نه پټ په بر ګودر تیریږي
ډ یرې روژ ې او اخترونه دلته ځي او را ځي
په خوار یتیم یی هر راتګ لکه محشر تیریږي
کډوال خو هسې ورځئ شماري په نامه یی ویاړي
دلته په فون مبارکۍ وي بی  خبر تیر یږي
مو نږ ته دجنګ دمخنیوي چل راښووائ نه شي
داور لمبئ زمونږ دکور کلي په سر تیریږي
زمونږ په کلي کئ غربیان اووهابیان جنګیږ ي
ټول دشخصي ګټو په لټه په هنر تیریږي
زما کابل په وینو سوردئ کاڼي بوټي ژاړي
خود په ژړا دخدمتګارغریب اختر تیریږي

 مزدوزوې
ناروې


موضوعات مرتبط: شعرونه
[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:13 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]

 دژورنالستان وپېژنئ دلړۍ په دوام نن درته یوبل افغان ژورنالست در پیژنو بارکوال میاخیل نومیږي اصلي او کورنى نوم ئې محمدکريم، ادبي نوم ئې بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى دی، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زېږیدلی دی .
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې ئې د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى ئې هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى ئې له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوي.
- د ١٩٩٧مېلادي کال راهیسي ئې ادبیاتو اړشعر او شاعری ته مخه کړې .ګڼ شمېر شعرونه ئې وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو ئې ليکنې کړي، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې هم کوي اولنډي کیسې هم لیکي.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې ئې په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته ئې څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې ئې د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې دده په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې ئې په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال ئې له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې ئې په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه ئې کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال ئې (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې اداره له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لري.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوي، په دې څه کم دوه کلنه موده کې ئې ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره  (ادبي راډيو مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوي يې.
په دې لس کلنه موده کې ئې چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو ټولګه)........... چي بېخي تازه چاپ شوې ده.

بارکوال میاخیل د لوړ استعداد سره سره یوه ډیره مهربانه او صمیمانه رویه لري چي د خپلو ملګرو په زړو کي خاص ځای ئې ځانته غوره کړی . . دمیاخیل یو بل د ستایلو خوی دادی چي همیشه په خپل کار کي صادق دی او دپښتنو په روانو حالاتو زښت زیات خوږیږي . دهغه په راپورونو سربیره د هغه په شعر کي هم د خپلو خلکو دردونه له ورایه احساسیږي .

یو شعر او یو ه کېسه يې د بېنوالوستونکو ته دنمونې په ډول وړاندي کوؤ .

زارۍ!!!
موږ عجيب خلک يو، عجيب غوندې کارونه کوو
د خپلو وروڼو جنګ ته خاندو هوسونه کوو
دوښمن مو ګورئ د بابا پر مرګ ډولونه وهي
موږ ورته څڼې غوړوو او اتڼونه کوو
د پوهې کور سېځو، څښتن ته يې زېندۍ ورکوو
لُور پر توپک ورکوو خاورې کتابونه کوو
له پردو څه ګيله پر ځان خپله ظلمونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو

پرېږدئ نور خپله ځورېدلې مورکۍ مه ځوروئ!
پرېږدئ بس نور له خپله وروره خوابدون مه کوئ!
سړې د مينې اوبه وشيندئ تر خپلو منځو
نور د کاکا د زوى په سرو وينو ژوندون مه کوئ!
دا خپله مېنه سره بيرته په اشر جوړه کړئ!
د شر لپاره، خداى ته وګورئ پاڅون مه کوئ
ځئ! چي په ګل- ګل ماشومانو تعليمونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو

تنکي ګلان به مو تر کومه کاغذان ټولوي
او په خپل کور کې به يوه ګوله ډوډۍ نه لري
پر داسې کور به ګرانه! ته په ډېر زحمت پېښېږې
چي يې ناورين نه وي مېلمه او څوک سلګۍ نه لري
ځيږه لاسونه چاودې پښې د بل ماڼۍ جوړوي
ژړا په کار ده خپله کور څه، چي کيږدۍ نه لري
توره مو دا ده له يْوۀ بله نفرتونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو

نور مو له خويندو، ميندو، لوڼو مينځې مه جوړوئ!
چي تر ابده به چوپړ وهي انسان به نه وي
لږ خو دا خپل څنګلوري هم تر نظر تېر کړئ په ځير
داسې يو څوک هم پکې وينئ چي ودان به نه وي
درته زارۍ کوم ورکېږئ پر خپل ځان و ډار شئ
که نه وي ګورئ د نړۍ پر مخ افغان به نه وي
بيا به لاس مږو پر تېر وخت به ارمانونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو

ګورئ تر څو چي دوښمنان تر خپلو غوره ګڼو
تر هغه وخته به مو غرقه وي بېړۍ د ملت
لا به تر دې هم وېشل کېږو، ټوک- ټوک کېږو، که موږ؟
سره پيوند نه کړو د پرې ځنځير کړۍ، د ملت
وي به د هر چا کورګى ړنګ، څراغ مړ، خولۀ هم ترخه
جوړه به هيڅ نه کړو جلا خپله نړۍ د ملت
پر خپل حالت به بيا د اوښکو بارانونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو
٢٧ سپتمبر ٢٠٠٨م کال- کوټه
شپږويشتمه روژه


................
لنډکۍ کيسه:د ژوند ارزښت

باغوان غټه بياتي په لاس كې په پرله پسې توګه يې ګلان پرې كول. هر وړ ګلان. سره، ژېړ، تازه را ټوكېدلي او غټ ګلان. ماته د ده دې كار خوند را نه كړ او له دې ښكليو او خوږبويه ګلانو سره مي دا يو ډول تېرى وباله، بلكې د دوى له ژوند سره مي د دې باغوان دا چلند ظلم او سخت زړيتوب وباله، خو كله مي چي زړه صبر ونه كړ، باغوان ته مي ناڅاپه تر خولې ووتل :
- كاكا! دا ښايسته ګلان ولې پرې كوې؟
هغه په داسې حال كې چي زما په خبره يې چورت واهه، غچ شو؛ يو بل ښكلى تك سور ګل يې پرې كړ او په كيڼ لاس كې ورسره نيولې ټوكرۍ ته يې واچاوه، كټ مټ لكه څوك چي د چرګ  پر غاړه چاړه ور تېره كړي او د ساه ختلو لپاره يې يوې ټوكرۍ ته واچوي. باغوان سړه ساه وكښه او په خورا ټيټ ږغ يې راته وويل :
- هو زه منم چي تاته به زما دا كار يو غير انساني عمل ښكاره شوى وي، ځكه د ټولو ژونديسارو غوندې دغو ګلانو ته هم خپل ژوند ډېر ارزښت لري خو، زه... زه هم يو انسان يم. زما ژوند د همدې ګلونو په پرې كولو او غوڅولو كې دى، كه زه دا كار ونه كړم، نو زه خپل بادار ته هيڅ ارزښت نه لرم. هغه ماته د همدې ګلونو په پرې كولو سره مادي ژوند رابخښي، نو ماته هم خپل ژوند ډېر باارزښته دى.

    

25 غبرګولى 1384ل كال
كابل نوى ښار

[ جمعه سوم مهر ۱۳۸۸ ] [ 13:2 ] [ احمدفرهاد{سائل} ] [ ]
.: Weblog Themes By Iran Skin :.

درباره وبلاگ

درنو دوستانو په دغه وبيلاګ کې تاسې د افغانستان ، او نورو نړيوالو خبرونو او پېښو په هکله بيلابيل سياسي،ټولنيز،کلتوري او نور مختلف مسائيل او موضوعات لوستلاي شئ،موږ تل ستاسو د ارزښتناکو ليکنو لار څارو.
(احمدفرهاد سائل)
امکانات وب